تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: د ننګرهار ولایتي اداره وایي، د جلال اباد ښار اوومې ناحیه سرخرود دوسره کې په سنوکر کلب چاودنه نه ده شوې بلکې چت یې راپریوتی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تاند ته وایي، پېښه نن ماسپښین شوې چې ۳ تنه په کې مړه دي او ۱ ژوبل شوی کس له درملنې وروسته کور ته لیږدول شوی دی.
خو د ننګرهار روغتیايي مسؤلینو بیا تاند ته وویل چې تر دې دمه د پېښې له ځایه درې جسدونه او دوه ټپيان وروړل شوي دي