نعمان دوست، کابل
د سالون دیوالونه له عکسونو ډک دي، ټول د هغو کسانو دي چې اوس په دې دنیا نشته؛ چا په خپل مرګ دنیا پرې ایښې او ځینې قتل شوي دي. یو شمېر یې له شورویانو سره په جګړو کې سرونه خوړلي او یو شمیر یې خپلو منځو کې؛ خو د شهادت درجه دواړو ډلو ترلاسه کړې ده.
د ستیج ښي اړخ ته د حاجي عبدالقدیر عکس دی چې د حامد کرزي د حکومت په لومړۍ دوره کې منځ ښار کې ترور شو او قاتل یې تر اوسه غیب دی. ورپسې د احمد شاه مسعود عکس دی چې د ژورنالیستانو په جامه کې عربانو وواژه. ورپسې د عبدالعلي مزاري عکس دی چې طالبانو په لومړیو کې قتل کړ. بیا د صبغت الله مجددي دی چې له ریاست جمهوري نه یې د مشرانو جرګې ریاست ته تنزیل کړی و او په خپل مرګ رخصت شو. ورپسې د ولسمشر غني تصویر دی چې تیره دوره یې دوه سري حکومت کې په پهلوانۍ تیره کړه او نوې ته دې خیر وي. له ستیج اخوا د ډاکټر عبدالله تصویر دی، داسې موسک دی لکه هر ځل چې یې ټاکنې ګټلې وي. بیا د استاد رباني عکس دی، هغه هم په خندا دی. دا سړی کابل کې یو چا د خپل سر په قیمت له مخې لرې کړ. ورپسې د پیر صیب ګیلاني عکس دی چې په خپل مرګ وفات شو او ځینو مریدانو یې له غمه پر یو بل خولې لګولې. بیا د مولوي محمد نبي عکس دی، د دې سړي به په دې تالار کې روح نارامه وي؛ ځکه یو وخت یې ویلي و چې د کابل هوا را باندې ښه نه ده.
د تالار په دواړو دیوالونو هم عکسونه سریښ دي چې د محسني، مولوي خالص، عبدالحق، حشمت خلیل کرزي، جنرال رازق او… نورو دي.
د ستیج مخې ته رنګارنګ ګلونه ایښودل شوي او لاندې د ګډونوالو لپاره څوکۍ په ترتیب ځای پر ځای شوي دي.
دا د لویې جرګې د خیمې تالار دی او پرون ( چهار شنبه د سلواغې ۳۰مه) د شورویانو د شکست او خروج د ۳۱ تلین نمانځغونډه په کې جوړه شوې وه.
که څه هم د غونډې موضوع د شورویانو د ماتې وه؛ خو د ویناوالو خبرې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر پایلو او د ځینو اشخاصو د غیر معقولو ګواښونو ( لکه د موازي حکومت جوړول، د همه شموله حکومت جوړولو…) ته یو ځواب و.
جهادي شخصیت قاضي امین وقاد چې یو وخت یې د رهبرۍ خوند هم څکلی، خبرې په داسې انداز شروع کړې، لکه شعر ویلو ته چې دعوت شوی وي. هغه ویل: اشرف غني مرد میدان دی، اشرف غني سیاستدان دی، اشرف غني اقتصاد دان دی، له دې کبله په ما ګران دی.
طالبه وروره، را پخلا شه – له خپل ورور، له خپل وطن سره اشنا شه.
دې سپین ږیري مشر دا هم وویل: ولسواکي ده، ټولو ځانونه کاندید کړل، غني وګټله. عبدالله زموږ ورور دی، یو ولس دی، یو وطن دی، یو ولسمشر غواړي، هیڅ انسان او حیوان دوه سری نشته. هغه زیاته کړه: چې انتخابات دې وکړل، نو ولسواکي دې ومنله اوس یې نتیجه هم ومنه.
دې مشر له روان وضعیته هم ناخوښي وښوده او زیاته یې کړه: زموږ پر ټنډه یو تور مثلث حک دی. د دې مثلث درې ضلعې: جنګ، نشه يي توکي او اداري فساد دی.
هغه پسې جدي شو او خپله دا پوښتنه یې ( فساد څوک کوي؟) خپله ځواب کړه: نوم والا یې کوي، صلاحیت والا یې کوي، منصب والا یې کوي.
د غونډې پرانیستې وینا جنرال تاج محمد جاهد کوله، ستیج چلونکې د بلنې په وخت کې د ډګر جنرال په نوم یاد کړ او د مننې په وخت کې یې ستر جنرال یاد کړ، یا به دا سهوه وه او یا به یې ښودله چې دلته څومره ژر ترفیعات اخیستل کیږي!
جنرال، وویل چې د جهاد د بریا راز په وحدت او د یو بل منلو کې و. جنرال د افغانانو د جهاد برکات د شوروي جماهیرو په تجزیه او د برلین دیوال په نړولو کې لیدل.
بل ویناوال سناتور عبدالوهاب و. هغه د جهاد بریا افتخار وګڼه خو اعتراف یې وکړ چې د مشرانو ځان غوښتنو د دې قربانۍ نتیجه په اوبو لاهو کړه. هغه دا هم وویل چې اوسنۍ سولې ته باید د دولت تر چتر لاندې د یوه واحد موقف څخه کار وشي، کنه نو له خطر سره به مخ شي.
بل ویناوال د صبغت الله مجددي، سپین ږیری زوی ډاکټر ذبیح الله مجددي و. هغه د کابل د هغو حکومتونو ،چې دوی یې په مقابل کې جنګیدل، وحشیانه او ظالمانه کارنامې یادې کړې. ویل یې چې خلک په لمانځه کولو شکنجه کیدل او د دوی له کورنۍ څخه آن سل کسان شکنجه او ووژل شول او پلار یې ( صبغت الله مجددي) د جهاد فتوا ورکړه. خو ده دا یادونه هیڅ ونکړه چې پلار یې د هماغه ظالم حکومت مشهور جنرال ( عبدالرشید دوستم ) ته د مشهور صحابي خالد بن ولید لقب ورکړ.
مجددي، د انتخاباتو په اړه هم وغږیده. هغه وویل چې انتخاباتو مشکلات لرل، خو دولت ساز ټیم وګټله او ټول ولس ته دې مبارک وي.
ده د موازي حکومت جوړونکیو ته هم ګواښ وکړ او زیاته یې کړه: موازي حکومت حل لاره نه، بلکې یوه فاجعه ده. که تشنج راشي، هسې نه امنیتي ځواکونه مجبور شي او د خلکو پر وړاندې راپورته شي.
هغه زیاته کړه: پر همپالنې او عبدالله غږ کوم چې دا ( موازي حکومت) زموږ د قانون نقض دی، د وطن په ضرر دی. پر اشرف غني هم غږ کوم چې هغوی ته ځای ورکړي او یو عمومي حکومت رامنځ ته کړي. موږ چې له اشرف غني ملاتړ کړی نو د وطن لپاره مو کړی کنه هیڅ اداره کې د نجات ملي غړي نشته.
د غونډې بل ویناوال د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار و. دې سړي د جهادي رهبرانو په څير محافظه کاري و نکړه او په زغرده یې وویل: د شورویانو ماته یو ویاړ و؛ خو د څو محدودو کسانو د جاه طلبیو له مخې ثمره و نه ساتل شوه. د کابل ۵۰۰۰۰ ښاریانو مظلومانه شهادت عمومي جهاد تر سوال لاندې راوست او الله دې ور سره حساب وکړي.
بل ویناوال د ولسمشر (هدف مې اشرف غني دی، اوس خو یو بل هم ځان ولسمشر اعلان کړی!) دویم مرستیال سرور دانش و. هغه د خپل ټیم ( دولت ساز) بریا ټولو ته ور کړه او پر نورو کاندیدانو یې غږ وکړ چې قانون ته درناوی وکړي او پایله ومني.
دانش هم د شورویانو د ماتې عمده لامل د افغانانو یووالی وګڼه او ویل یې: کله چې متحد و، نو بریالي و خو کله چې متفرق شو نو شکست مو وخوړ. نو اوس باید متحد شو، هر ډول غیرقانوني حرکت تباهي او پاشلتیا رامنځ ته کوي.
د سرور یوه له دانشه ډکه خبره دا وه چې یو تریخ حقیقت یې بیان کړ. هغه وویل: په تیرو کلونو کې سره له هرډول امکاناتو چې افغانستان د ثبات څښتن نشو، ستره اشتباه دا وه چې بن کنفرانس کې یوه ماتې خوړلې ډله( طالبان) له پامه وغورځول شول او که دا کار نه وای شوای نو دا مشکلات به نه و.
هغه دا هم وویل چې طالبانو سره سوله د یوې مهمې ملي موضوع په توګه مطرح ده. موږ له امریکا سره د طالبانو د موافقتنامې ملاتړ کوو، خو اصلي سوله له افغان ولس او افغان حکومت سره ده. که له تروریستي ډلو سره طالبان رابطه پرې نکړي نو له اوربند سره به هم سوله رانشي.
که څه هم د لویې جرګې تالار کې د ګڼو جهادي رهبرانو عکسونه و، خو دانش لومړی د مزاري نوم واخیست. دانش، مزاري د شهید وحدت ملي او رباني د سولې د شهید په نوم یاد کړ.
مزاري، په عکس کې په چورت کې ډوب ښکاریده او رباني بیا په خندا؛ شاید د دې لامل هغه لقبونه دي چې د دوی له نومونو سره یادیږي.
نننۍ غونډه د یوه ځوان په ډیر خواږه اواز د الهي کلام په تلاوت سره پیل او د معارف ټیم په خوندوره ترانه ،چې د وطن د ګڼو خوږو ژبو له ترکیبه جوړه شوې وه، پای ته ورسیده او بیا خلکو پر ډوډۍ داسې برید پیل کړ لکه یو وخت چې به د شورویانو پر کتارونو کیده.
موږ د سالون مخې ته له ځوانو افسرانو سره عکسونه واخیستل او دعا مې وکړه چې خدایه دا نوی روزل شوی نسل دې یوازې د خپل وطن د سرحدونو ساتونکي شي او نور دې نه د دوی مرمۍ پر خپلو افغانانو ولګیږي او نه د نورو افغانانو مرمۍ په دوی.
د سلواغې ۳۰مه، ۱۳۹۸
موږ د سالون مخې ته له ځوانو افسرانو سره عکسونه واخیستل او دعا مې وکړه چې خدایه دا نوی روزل شوی نسل دې یوازې د خپل وطن د سرحدونو ساتونکي شي او نور دې نه د دوی مرمۍ پر خپلو افغانانو ولګیږي او نه د نورو افغانانو مرمۍ په دوی.
سلام
ښایسته او په زړه پورې لیکنه ده په دې دعا کې به زه هم له تاسره برخه واخلم چې لوې خدای( ج ) دې نور دمرمیو، توغندیو ، وژنو او کړکېچونودا ناوړه اوږد ه لړۍ چې په کلونو دبن له ککړې معاهدې راپیل شوی د تل لپاره پای ته ورسوی اود پاو ، چارک ، من اوخروارو زاړه فرهنګ سیاسیونو ته دې دزړه صبر ،قناعت ، دخپلې بسترې سره پښې غځول ، د خپلې پوهې په کچه له ستاره ای افغان نه مخکې کړی او همدارنګه دې پخوانیو لګه بوګه او خاشره بیسوادو ټیرواو تورو بانجڼو ته صبر جمیل ور په برخه کړی امین یا رب العلمین