ليکنه:

نګين (کرګر) او حامد (فايق)

د ځمکې د کُرې ګرمېدل په ساينس کې کومه نوې اصطلاح نده، د طبعيت ددې پديدې په اړه يوه پېړۍ مخکې په ۱۸۹۶م کال کې (سوانت ارهينوس) په دې اړه يوه مقاله وليکله چې د ساينس جورنالونو او اروايي موضوعاتو اړوند ورځپاڼو کې خپره شوه.

دا لومړۍ مقاله وه چې د هغه په مرسته د کاربن ډای اوکسايډ ونډه او اغېزې يې په  ګلخانه ای ګازونوکې توضېح شوي وې.

د څېړنې اساسي موخه په اتموسفير کې د ګلخانه ای ګازونو له کبله د ځمکې د کرې ګرمېدل او اقليمي بدلون په اړه مالومات ورکول وو. 

د ګازونو هر هغه  مرکب چې په اتموسفير کې د لمر وړانګې جذبوي او حرارت يې ساتي د ګلخانه اي ګازونو په نامه ياديږي. کله چې د لمر د وړانګويو مقدار حرارت په اتموسفير کې د ګلخانه اي ګازونو پواسطه  جذب شي؛ نو د ځمکې چار چاپېره تودوخه ډېريږي چې دېته د ګلخانه اي ګازونو اغېزې وايي چې پايله يې د ځمکې د کرې ګرمېدل دي.

ګلتوني ګازونه او سـرچينې يې:

څرنګه چې کاربن ډای اوکسايډ په اتموسفير کې په زياته اندازه شتون لري نو له همدې کبله دځمکې کرې ګرمولو کې هم ترټولو ډېره ارزښت لري.

په ۲۰۱۶م کال کې د امريکا د چاپېريال ساتنې ادارې د مالوماتو له مخې ۶۵۱۱ ميليون متريک ټنه ګلخانه اي ګازونه اتموسفير ته نقل شوي دي چې ياد مقدار د ۷۱۷۷ مليونه ټنه کاربن معادل دی.

د ځمکې کره د ګلخانه ای ګازونو په پايله کې ګرميږي او تر ټولو مهم ګلخانه اي ګازونه عبارت دي له؛ د اوبو بړاسونه H2O، کاربن ډای اوکسايډ CO2، ميتان CH4 ، او نايترس اوکسايډ CH4 . د چاپېريال ساتنې ادارې د مالوماتو په برنسټ آکسېجن O2    د ګلخانه اي ګازونو په دوهمه کټاګوري کې راځي خو د آکسېجن ځانګړتيا داده چې د لمر وړانګې او تودوخه نه جذبوي.

ميتان ګاز زراعتي منشأ لري او له حيواني سرې څخه لاسته راځي، کاربن ډای اوکسايډ د تنفس د عمليې په پايله کې توليديږي. همدارنګه د سون مواد، د ډبرو سکاره، ګازونو او د تېلو له سوځېدو څخه لاسته راځي.

کله چې ونې او ځنګلونه ووهل شي نو د انساني او حيواني فعاليتونو په پايله کې هر کال بېليونونه ټنه کاربن ډای اوکسايډ اتموسفير ته انتقاليږي او په زرهاوو کلونه هلته پاتې کيږي. دا په داسې حال کې ده چې د ميتان ګاز صرف د لسو کالو لپاره په اتموسفير کې پاتې کيږي خو ميتان کې د کاربن ډای اوکسايډ په پرتله د لمر د وړانګو د جذب قابليت ډېر دی. نايترس اوکسايډ او اوبه په طبعي توګه په اتموسفير کې تشکيليږي.

د ځمکې کره ولې ګرميږي!؟

د ناسا د مالوماتو له مخې د ګلخانه اي ګازونو اغېزې (د ځمکې د کرې ګرمېدنه) ځکه پېښيږي؛

کله چې د لمر مختلفې وړانګې په ځمکه لګيږي، ددې وړانګو ۳۰ سلنه د ورېځو او يخونو په واسطه بېرته انعکاس کوي او ۷۰ سلنه يې د اتموسفير څخه د تېرېدو او  انکسار د عمليې په پايله کې د ځمکې په و چه، په بحرونو او سيندونو له لګېدو ورسته د شيانو د ليدلو سبب ګرځي.

کله چې د لمر وړانګې په اتموسفير کې د ګلخانه ای ګازونو په واسطه جذب شي نو تودوخه يې د ځمکې لوري ته خپريږي، هماغه ده چې کال په دا تودوخه ټيټيږي نه بلکې لوړيږي او علت يې په اتموسفير کې د ګلخانه ای ګازونو د مقدار ډېروالی دی.

د هوا او بحر ملي ادارې يا NOAA  د مالوماتو په اساس د صنعتي انقلاب نه مخکې د هوا کاربن ډای اوکسايډ په سړو کلونو کې د 180ppm (Parts Per Million)  څخه 280ppm (Parts Per Million)ته تغير موندلی وو خو کله چې صنعتي انقلاب رامنځته شو نو د کاربن ډای اوکسايډ مقدار ۱۰۰ چنده ډېر شو.

د ځمکې د کرې ګرمېدل- اغـېز لرونکي عوامل:

درې اساسي فکتورنه دي چې د هغې په شتون کې د ځمکې کره کال په کال ګرميږي.

۱. په اتموسفير کې د ګلخانه اي ګازونو شتون

۲. په اتموسفير کې د ګلخانه اي ګازونو د شتون موده

۳. د ګرموونکې مادې په توګه د ګلخانه اي ګاز د ګرمولو پوتانشيل يا د ګلخانه ګاز ډول.

د چاپېريال ساتنې ادارې د مالوماتو له مخې د افغانستان په ۴۰ کلنه جګړه کې ۹۰سلنه ځنګلونه له منځه تللي، دا چې ځنګلونه د ګلخانه ګازونو په جذبولو لپاره ډېر اړين دي نو هيواد ښايي يو وخت د چاپېريال د ککړې هوا له کبله له يو بل ناورين سره مخ شي ځکه د له منځه تلليو ونو پرځای نوي نيالګي ندي اېښودل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *