ځای: د مسلم پوهنتون کتابتون نیټه؛ ۱۳۹۸/۱۱/۳۰
راپور؛ نېکزاد کټوازیپه غزني کې د دایروې مطالعې او کتاب دودولو فرهنګ، اتمه غونډه کې د ادارې او مدیریت اصولو په اړه سیمینار وړاندې شو، چې د درېځ چارې یې جمعه خان ریحان پر مخ وړې.

غونډه ښاغلي عاقب عمر د قرانکریم په ایتونو پیل کړه ورپسې د ملي سرود اورېدلو د درناوي لپاره ټول ګډونوال په پښو ودرېدل او نېکزاد کټوازي د تېرې غونډې راپور چې د ښې وینا اغېزمن میتودونو په اړه وو ولوست، همداراز په راپور نقد و بحث وشو چې د ښووالي په موخه یې ګډونوالو ځینې مشورې او خبري وکړي، د سیمینار تر پیل مخکې ښاغلي ریحان ګډونوالو ته د سید محمد ظریف ابدالی لنډه پېژندنه وکړه؛ سید محمد ظریف ابدالی د غزنی ولایت خواجه عمری ولسوالي کې زېږېدلي، لمړنۍ زده کړې یې غزني ولایت کې کړي، د غزني پوهنتون اقتصاد پوهنځي نه ۱۳۹۶ کې فارغ شوي، یو کال د سلطان محمود غزنوی پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد پاتې شوي او ۱۳۹۸ کال کې د کابل پوهنتون اقتصاد برخې ماسټرۍ ته په لوړو نمرو بریالي شوي، ښاغلي ابدالي د قرانکریم حافظ هم دي او د ښکلي غږ په درلودو سره یې د حسن قرائت سیالیو کې دریم مقام ګټلي، ښاغلي ابدالي د علم تر څنګ په سپورټې ډګر کې هم لاسته راوړنې لري چې فری فایټ لوبو کې برخه اخیستې. د سیمینار وړاندې کولو لپاره سید محمد ظریف ابدالي دریځ ته راوبلل شو، ښاغلي ابدالي د سریزې په ډول وویل د اداره او مدیریت علم چې نن سبا ډېر رشد کړي ده او حتی د اقتصاد له علم نه هم جلا شوي ده او د مستقل او مهم علم په توګه چې په ټولو ادارو او علمي مکانونو کې لیدل کېږي او شتون یې الزامې ده، اول باید د مدیریت علم تعریف کړو چې مدیریت یا منجمنټ له فرانسوې کلمې څخه اخیستل شوي ده چې manage د اداره کولو په مانا او mante د خلکو په مانا ده یانې د خلکو اداره کولو علم په مانا ده چې په څه ډول موږ دا وړتیا لرو چې خلک اداره کړو، ډېرو پوهانو تعریفونه کړي دي خو دا یې جامع تعریف ده چې د مدیریت علم عبارت دی؛ د چارو ترسره کولو علم او هنر د نورو لخوا، یانې مدیریت دي چې اداره ځلوې، اوس نو پوښتنه دا ده چې اداره څه شي ده؟ اداره عبارت د اشخاصو یا خلکو مجموع یا ټولګې څخه ده.
آیا د خلکو هرې مجموع یا ټولګې ته اداره ویلاي شو؟ نه، نو څه شرط شته د ادارې په رامنځته کولو کې؟ لمړي د خلکو ټولګه، دویم ګډه موخه او دریم ګډه همکاري ده. اداره او مدیرت مو وپېژندل اوس راځو د دې علم یو لړ اصولو ته چې نهه اصول لري؛ اول د همغږۍ اصل ده؛ که چېرته په یوه اداره کې همغږۍ شتون ونه لرې چارې او کړنې یې له ستونزو سره مخ کېږي او په سم ډول مخ ته نه ځې، یانې د یوې ادارې له لوړ پوړو چارواکو تر ټیټ رتبو چارواکو پورې مالومات باید سره شریک شي او باید د دوي تر منځ همغږۍ شتون ولري. دویم د سلسله مراتبو اصل؛ چې په هره اداره کې سلسله مراتب یو اصل ده، او د سلسله مراتبو اصل د یو ډول تشکیلاتي تسلسل ښکارندوي ده یانې د کارکوونکو تر منځ یو ډول اړیکې څرګندوې، چې له لوړ پوړو چارواکو ټیټ رتبو چارواکو ته اوامر دي او له ټیټ رتبو چارواکو لوړ پوړو چارواکو ته راپور ورکول دي.
دریم د تخصص اصل ده؛ د تخصص موخه د تجربه لرونکي علم څخه ده یانې هغه څوک چې صرف سند ولري او کاري تجربه ونه لري متخصص ورته نشو ویلاي، متخصص هغه څوک ده چې د علمي نظره د ماسټري سند ولري او د عملي نظره څو کاله دوامداره کار کړي وي، ولی د متخصص شتون په یوه اداره کې اړین دي؟ ځکه چې متخصص ډېره تجربه لري او کولای شي د ادارې نورو غړو ته سمه لارښوونه وکړي. څلورم په فرمان ورکولو کې د یووالي اصل ده؛ یانې که تاسو هر کار ترسره کوئ که یو مشر ونه لرئ تاسو له ماتې سره مخ کېږئ ځکه چې که په یو کار کې څو مشران وي نو کارونه مو نه په همغږۍ مخ ته ځې او نه په سلسله مراتبو او له ستونزو سره مخ کېږئ نو باید یو مشر شتون ولري تر څو د ټولو کړنو مسولیت په نظر کې ولري. پنځم د څار ډلې اصل دی؛ یانې د ادارې وضعیت، ستونزو او لوی والې ته په کتو سره باید یوه ډله وي چې د ادارې له کړنو څخه څار وکړي او د څار برخه کې باید نورو کارکونکو ته لارښووني وشي چې څنکه خپل کارونه مخ ته یوسې.
شپږم د صلاحیت او مسولیت اصل؛ چې صلاحیت عبارت د قانوني اختیاراتو څخه دي چې یو مدیر یې لري او کولای شي د هغه په واسطه خپلو کارکوونکو ته مجازات یا مکافات ورکړي، او هر مدیر چې صلاحیت لري مسؤلیت هم لري، او مسؤلیت عبارت د هغو کړنو څخه دي چې یو مدیر یې باید ترسره کړي، د صلاحیت او مسؤلیت اصل موخه دا ده چې هر مدیر ته مو څومره صلاحیت ورکړي هغومره مسؤلیت هم ورکړئ او د مسؤلیت اندازه باید د صلاحیت له اندازې سره مساوی وي، اووم د تعادل اصل دی؛ یانې په هره اداره کې باید تعادل او عدالت شتون ولري، تعادل په څه شی کې؟ تعادل په قوانینو کې یانې قوانین باید په ټولو په مساویانه توګه پلي شي که مجازات وي که مکافات باید په ټولو یو شان پلي شي. اتم د نرموالي اصل ده؛ یانې یوې موخې ته د رسیدو لپاره نرموالئ ولرئ بیلابیلې لارې په نظر کې ولرئ، دا اصل مو په ژوند کې هم په نظر کې ونیسئ تاسې هیلې او موخې لرئ که له یوې لارې خپلې موخې ته ونه رسیدئ له بلې لارې استفاده وکړئ. نهم د سپما اصل ده، یانې د ادارې ډېر دوام لپاره باید موږ سپما وکړو، کله چې منابع محدودې وي او غوښتني نامحدودې وي باید د سپما په نوم یو اصل ولرو چې له لیږ input څخه ډېر output ولرو، ښاغلي ابدالی د هر اصل لپاره یو یو مثال وړاندې کړ تر څو موضوع ښه واضح شي او سیمینار یې په جمع بندي سره پای ته ورسول.
د سیمینار پای ته رسېدو نه وروسته د ازاد بحث برخه کې د غزني پوهنتون استاد ښاغلی پوهنیار مصطفی صفا دریځ ته راغی چې استاد صفا ننۍ سیمینار ګټور وبلل، زیاته یې کړه، چې ډېر ښه سیمینار وو چې ګډونوالو ته یې یو څه ور زده کړو او د ادارې په اړه مو ډېر نوی شیان زده کړو چې رښتیا هم نن ورځ مو ادارې له ډېرو ستونزو سره مخ دي ځکه چې ادارو کې مو اصولي چلند نه کېږي او اصول نه مراعاتېږي، او د ادارې او مدیریت بحث د ټولو لپاره اړین دی چې باید هر څوک خپل ځان، کورنۍ او ژوند اداره کړي. د اخرې ویناوال په توګه لیکوال او شاعر انعام الله ګوهر دریځ ته راغی او د دایروې مطالعې بهیر غونډې یې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه چې له ډېر ځنډ وروسته دا یو ښه علمي پیل ده او د دوام هیله یې وکړه، د ادارې او مدیریت په اړه یې د مشهورو مدیرانو لکه بیل ګیټس او سټیون جابس او د پیپسی کمپنۍ مدیر د مهمو ځانګړنو په اړه یې خبري وکړي، او زیاته یې کړه چې مدیریت علم ده که هنر؟ خو بلاخره د مطالعاتو په پایله کې څرګندېږي چې مدیریت هم علم ده او هم هنر، د سیاسي لحاظه هم که وګورو ښه مدیر کولای شي یو هېواد ښه اداره کړي، او اخر کې د مدیریت په اړه د بیل ګیټس خاطره له ګډونوالو سره شریکه کړه. غونډه عاقب عمر د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *