تاند، جمعه، د حوت ۳مه: د افغان حکومت د ملي امنیت شورا شورا وايي، د نسبي اوربند یا د تاوتریخوالي راکمولو اووه ورځنۍ موده به نن شپه له دولس بجو وروسته یا هم د شنبې د ورځې له سهار څخه پیل شي چې ورسره به افغان حکومت ناامنه او جګړه ځپلو سیمو ته بیړنۍ مرستې رسول هم پیل کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل تاند ته تایید کړه چې سر له شنبې څخه به اوربند پیل شي او په اړه یې افغان ځواکونو ته هم لازمې لارښوونې شوې دي: (( موږ به لارې امن ساتو، د خپلو خلکو امنیت به نیسو، ټولګټې پروژې به ساتو هیله لرو چې طالبان په دغه موده کې بریدونه راکم کړي.))
خو د امنیت شورا یوه بله سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي، که څه هم د خشونت د راکمولو نېټې پیل لا هم د ابتدایي هوکړې له مخې د شنبې ورځ ښودل شوې، خو بدلون په کې د امکان وړ دی.
دغه سرچینه وايي، د نسبي اوربند په ورځو کې به افغان ځواکونه هغو سیمو ته چې تازه په کې سختې جګړې تېرې شوې دي، خلکو ته د درملو، خوړو، خیمو او نورو اړتیا وړ توکو بیړنۍ مرستې هم ورسوي.
د سرچینې په حواله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر به یې د څار مسوولیت ولري او د فبرورۍ په ۲۸مه به د نسبي اوربند موده له ارزیابۍ وروسته تر پرېکړې لاندې نیول کېږي چې ایا طالبانو څومره تاوتریخوالی کم کړی دی.
سرچینه همدا راز وايي، طالبانو له ۱۰۰ تر اتیا سلنې پورې د بریدونو کموالی منلی ، خو افغان حکومت د دې توافق برخه نه ده، مګر تاییدوي یې او خپل لومړۍ درجه احضارت به یې هم نیولي وي تر څو د برید په وخت کې طالبانو ته ځواب ورکړي: ((طالبانو په کل کې په ۱۰۰ سلنه اوربند هوکړه کړې، خو دا یې هم ویلي چې کېدای شي ځینې قومندانان سرغړونه وکړي، یا ترهګرې ډلې بریدونو ته لاس واچوي، نو اتیا سلنه یې له خپله اړخه ډاډ ورکړی دی.))
بلخوا ارګ وايي، ولسمشر خپلو ټولو والیانو او قومندانانو ته امر کړی چې د دغې اووه ورځنۍ مودې د مدیریت لپاره لاس په کار شي چې طالبان به په کې پر پوستو بریدونونه نه کوي، سړکونو ته به نه راوځي، ځانمرګي بریدونه به نه کوي او نور تحرکات به هم په ټپه دروي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ویل شوي وو د تاوتریخوالي د راکمولو موده به د فبرورۍ په ۲۲مه پيل شي، تر ۲۸مې به دوام وکړي، په ۲۹مه به یې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لاسلیک شي او د مارچ په ۱۰مه به افغاني مذاکرات ورسره پیل شي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا په دې اړه ویلي، له طالبانو سره د سولې ښه فرصت برابر شوی مګر وبه لیدل شي چې څه پېښېږي؟