تاند، جمعه د حوت ۲مه: د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په تېرو کم تر کمه دوه میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ناامنۍ له کبله ۲۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
ددغه دفتر په راپور کې راغلي یوازې په جنورۍ میاشت کې ۲۰۸ روغتیايي مراکز د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې تړل شوي او یا هم ویجاړ شوي دي.
د اوچا د راپور په اساس په جګړه کې د دغو روغتیايي مرکزونو د تخریب او تړل کېدو له کبله له یو میلیون زیات وګړي له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دی.
اوچا همدا راز وايي، په تېره یوه اوونۍ کې په لغمان کې د طالبانو د جګړې له کبله شپږروغتیايي مرکزونه تړل شوي چې لسګونه زره خلک یې له خدماتو محروم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي، تېره میاشت طالبانو د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې هم روغتیايي مراکز تړلي وو.
دغه ډله چې تل په خپل دریځ کې د بدلون خبره کوي، لیدل کېږي چې لا هم روغتیايي، ښوونیزو او نور ودانیزو خدماتو ته ددوی په سیمو کې اجازه نه ورکول کېږي.