تاند، جمعه، د حوت ۲مه: ولسمشر غني د نسبي اوربند د اوونۍ د پيل په اړه ملت ته په پیغام کې ویلي، سوله د ولس غوښتنه او په تېرو پنځو کلونو کې یې ده ته لومړیتوب درلود او د سولې په اړه به وروستي اقدامات د اوربند د اوونۍ ارزونې ته په پام اخیستل کېږي.

ولسمشر ټینګار کړی چې د سولې پروسه به د نسبي اوربند له اوونۍ وروسته د افغانانو په مالکیت او مشرۍ مخته ځي.

ولسمشر ویلي، د تاوتریخوالي د اوونۍ په اوږدو کې به له طالبانو پرته په ټولو ترهګرو ډلو، داعش او القاعده باندې د افغان ځواکونو عملیات روان وي او د طالبانو په مقابل کې به افغان ځواکونه یوازې د دفاع په حالت کې وي.

ولسمشر ویلي، درې ورځنی اوربند، له ګلبدین حکمتیار سره سوله، د سولې مشورتي لویه جرګه او د کابل په ناسته کې طالبانو ته بې قید و شرطه د مذاکراتو وړاندیز، د علماو لویه غونډه او نور یې د سولې لپاره کړې هڅې دي.

ولسمشر په خپل  ویډیویي پيغام کې افغان ځواکونو ته د محتاطانه عمل لارښوونه کړې او ترې غوښتي یې دي چې د اوربند جدي څارنه وکړي: (( ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ دستورالعمل او لارښوونه صادره شو او هغوی به په لوړه کچه خپل احضارات ولري.))

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یو غږیز پیغام کې طالب جنګیالیو ته ویلي، چې د حکومت ساحو ته له ورتګ دې ډډه کړي او پر افغان ځواکونو دې تر هغې برید نه کوي تر څو چې پر دوی عملیات نه وي شوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، طالبان باید په هغه صورت کې چې سوال ورته پيدا کېږي یا له کوم مشکل سره مخامخ کېږي، له خپلو مشرانو او قومندانانو لارښوونه وغواړي: (( له دښمن سره عهد شوی، تر وخته پورې د عهد پوره کول واجب دي، له اووه ورځو وروسته به د موافقت نامې جزییات ورکول کېږي او بیا به پرې عمل پیلېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې نن شپه دولس بجې به نسبي اوربند پیل شي او د فبرورۍ په ۲۹مه به د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

تمه کېږي چې د موافقې له اعلانه وروسته بشپړ اوربند اعلان او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *