خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد (د کب، حوت ۲ مه ۱۳۹۸)
د ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محمود خان اڅکزي نن (جمعه) په یوه غونډه کې وویل، د پښتون افغان په وطن کې په جګړه کې د نړۍ د هر هيواد او مذهب خلکو برخه اخيستې او ټوله نړۍ د افغانستان د دې ناورين پوره وړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې په کوټه کې د مورنیو ژبو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړي شوې غونډې ته د وينا پرمهال کړې دي. په غونډه کې د ګوند مشرانو، سپين ږيرو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی و.
ښاغلي اڅکزي ويلي، د مورنيو ژبو نړيواله ورځ په داسي وخت کې لمانځي، چې په وينا يې د پښتنو ټول وژنه دوام لري او هره ورځ له سلو بيا تر يو نيم سل پورې پښتانه ځوانان وژل کېږي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند تل د پښتنو د ټول وژنې د مخنيوي، په پاکستان کې د اساسي قانون د پلي کېدو او د پښتنو د حق غوښتنه کړې، ځکه نو ورباندې د خيانت تورونه پورې کېږي. استخباراتي ادارې بايد په سياست کې له لاسوهنې لاس واخلي.
ښاغلي اڅکزي زياته کړې، ترڅو چې ژبه د ليک ژبه ونه ګرځول شي، پرمختګ يې ګران کار دی.
د مورنیو ژبو د نړيوالي ورځې په مناسبت د کوټې ترڅنګ د بلوچستان په بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو کې هم يو لړ غونډې او سيمينارونه جوړ شوي وو، چې په کې د مورنیو ژبو پر ارزښت ليکوالانو او پوهانو خپلې ويناوې او مقالې واورولې. ويناوالو ويلي، چې پښتانه بايد په مورنۍ ژبه د زده کړې په ارزښت وپوهېږي. او د نورو ژبو تر څنګ خپله مورنۍ ژبه هم له پامه ونه غورځوي.
د ايالت په چمن او بوري سیمه کې د پښتو ادبي ملګري ټولنې او په ږوب او کلاسيف الله کې بيا د پښتو مترقي ليکوال ټولنې له لوري هم غونډې جوړي شوې وې. د بلوچستان ترڅنګ په پېښور، کراچۍ، سوات، بنو او د پښتونخوا ايالت په ډېری نورو سيمو کې د ورځې ارزښت ته پام سره يو لړ سيمينارونه جوړ شوي وو.
په غونډو او سيمينارونو کې ويناوالو ويلي، چې مورنۍ ژبه د پرمختګ او د فرهنګ د بډاينې سبب ګرځي. دولت، نادولتي اورګانونه او د مدنې ټولني فعالين بايد په دې لړ کې خپل رول ولوبوي. د ژبې او فرهنګ د ساتنې لپاره دې د زده کړې په مرکزونو کې په مورنۍ ژبې کي د زده کړې امکانات برابر کړي.
پدی خبره اوس ټول افغان ولس او نړیوال خبر دی چی برتانیه غواړی چی دریو ۳ ماتو غچ له افغانانو واخلی پداسی شکل چی مخامخ ښکیل ښکاره نشی یعنی حکم د برتانیی وی او پیسی او ډالر او وسله د امریکا وی او نظامی تربیه د برتانیی د پیدا کړی هیواد پنجاب په مشری د پاکستان د پوځ او استخباراتو وی
ملګری ملتونه، امنیت شورا او بشری حقوقو سازمانو تنها مجسمی په شان انسان یا کمپیوټری روباتونه دی چی څنګه برتانیه او امریکا وغواړی ملګری ملتونه او امنیت شورا پریکړه وکړی