تاند، شنبه، د حوت ۳مه: نن په ټول افغانستان کې د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اعلان شوي نسبي اوربند لومړۍ ورځ ده چې په ځینو ښارونو کې یې خلکو په اتڼونو او نڅاو هرکلی کړی دی.
طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د حکومت ساحو ته دې نه ځي او په دفاعي حالت کې دي چمتو واوسي.
همدا راز افغان ولسمشر هم خپلو ځواکونو ته ویلي چې پر طالبانو به برید نه کوي او دفاعي حالت کې به وي، خو له طالبانو پرته به د نورو ټولو ترهګرو ډلو ځپلو ته دوام ورکوي.
بلخوا په ننګرهار، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلکو د اوربند هرکلی په نڅاو او اتڼونو کړی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼو کاروونکو د افغان حکومت او طالبانو دا اقدام ستایلی دی چې د اووه ورځو لپاره پر یو بل برید نه کوي.
مدني فعال او د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل لیکلي، د جنګ دوام همدومره تاوان لري چې د یوه سنګر ملګري عبدالله ۳۰ سلنه رایه وړي او حکمتیار یوازې ۳ سلنه: ((مطلب دا چې جنګ دې هر څومره وغځاوه، د ملت له زړه نه وځې، نور يې نو حساب کوئ.))
په دوبۍ کې د افغانستان پخواني جنرال قونسل عبدالصمد افغان لیکلي: د سولې لومړی سهار مو په خېر ..رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : لا تتمنوا لقاء العدو ..تاسو د دښمن د ملاقات تمنا مه کوئ ..
اصل سوله ده او جنګ په هره ټولنه کې یو غیر طبیعي حالت دی ، خو د افغانانو غیر طبیعي حالت پېړیو ته ورسید ، اوس نو پخوانی خبرې پرېږدی او د دې تاریخي فرصت څخه استفاده وکړئ او ګران وطن د سولې په امېل ونازوئ.))
د هلمند پخواني مرستیال والي او د حزب اسلامي مخکښ غړي محمد جان رسولیار لیکلي: ((نور ملتونه د نوي کال د داخلیدو لپاره تر ۱۲ بجو شیبې شمیرې او ما نن شپه تر دولس بجو دویم اوربند ته لحظې وشمېرلې په تېرو شاوخوا شلو کالو کې یواځې همدغه شپې او ورځې دې زموږ په ژوند کې حساب شي اوبس.))
مدني فعالې مقدسې احمدزۍ بیا د اوربند په هرکلي د کوترو په منځ کې د یوې افغانې ښځې انځور پورته کړی دی او لیکلي یې دي: ((دې انځور سره مې ځان راته نېغ سترګو ته ودرېد، دا لکه زما نړۍ چېرته چې هر سهار په څادري کې له کوره کار او فعالیتونو پسې ووځم، او ماښام پکې ستړې ستومانه بېرته کور ته راسم. د همدې انځور په څېر له ځان ورکه نورو ته د زنده ګۍ حقوق غواړم.))
په امریکا کې د افغانستان پخواني فرهنګي اتشه مجید قرار بیا لیکي: ((دا چې د اوربند په نامه دوه جغرافیې رامنځته شي، د افغانستان د اوسني تاریخ تر ټولو خطرناکه او مضره پېښه ده. دا هغه خوب دی چې د افغانستان هر دښمن یې له پېړیو ګوري. سیمه باید تقسیم نشي. طالب تر واک لاندې سیمه نه، تر ګواښ او تهدید لاندې سیمه لري.))
کتاب خپرندوی اسد دانش بیا لیکي: ((سوله بری ده، جګړې ګټونکي نه لري، جګړه بایلات ته وايي سوله ګټلو ته.))
د جګړې د ډګر خبریال سید عبدالله نظامي بیا کاږي: ((د لږ تاوتریخوالي په نوم اوربند ته یوه ورځ پاتې وه چې بهرنیو ځواکونو د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو بمونه وغورځول. کاش دا اوربند ېې پرون وی لس او که ها بل پرون وی سل سرونه به له مرګه پاتې و. جنګه که د هر دله ېې ورک شه.))
د ولسي جرګې غړي جاوید ساپي لیکلي، نن ورځ تر ډيره يو ورور د بل له شره په امان دی، ايا دا تجربه که عمري وي، تاواني ده؟
تورپېکۍ غرنۍ لیکي: دفتر ته پر لاره یم، احساسوم چې اختر دی، د لمر ځلیدونکې سترګې نن د سولې زیری له ځانه سره راوړې، له هرې خوا مې په غوږونو کې د امن او خوشحالۍ غږونه انګازې کوي نن له بلې هرې ورځې په توپیر سهار پیل شوی. د ټولو په زړونو کې د یوه ګډ او سپیڅلي ارمان د پوره کېدو تلوسه ده، دا سهار دې د تل پاتې اوربند او د پېړیو ارماني سولې د راتګ پیلامه شي.
پښتنې لیکوالې سجیه جدي بیا د اوربند په تړاو لیکلي: لکه د یوه بې ګناه څخه چې دار په سر د وروستۍ هیلې پوښتنه وشي ؛ او هغه ځواب کې یوازې د ژوند غوښتنه وکړي: ((تر ټولو سخته شېبه هم همدا ده ؛ چې خپل حق بدل کې درته مهلت درکړلی شي ته د وینې وږی له خپل هر یو یرغل سره زبرځواک شوې ؛ خو زه په ګیډې وږی د جهاد په نامه نړۍ کې په لمن تور داغ لرم.))
دا په داسې حال کې ده چې اوربند له تېرې شپې راهیسې پيل شوی دی او اووه ورځې به دوام وکړي چې له ارزونې وروسته به یې له طالبانو سره په اتمه ورځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.