تاند، شنبه، د حوت ۳مه: د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ د نسبي اوربند یا د تاوتریخوالي د پام وړ راکمونې اوونۍ د طالبانو لپاره د ځان ثابتولو امتحان بللی دی.

یانس سټولټنبرګ د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي د راکمولو هرکلی کړی دی او وايي، دا د طالبانو لپاره یو امتحان دی چې ثابته کړي ایا رښتیا هم دوی د سولې په پروسه کې د مرستې لپاره رښتینولي او لیوالتیا لري که نه.

د سټولټنبرګ په څرګندونو سربېره ناټو سازمان په یوه رسمي اعلامیه کې هم ویلي چې د تاوتریخوالي راکمول به د افغانانو تر منځ مذاکراتو او پایداره سولې ته لار خلاصه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو یا د تاوتریخوالي د کموالي له اوونۍ وروسته به د ارزونې له مخې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیکېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *