تاند، شنبه، د حوت ۳مه: اد سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، راتلونکي ۱۳۹۹ کال کې به دافغانستان صادرات یو نیم میلیارد زیات شي او چې اقتصادي وده به ورسهر درې سلنې ته لوړه شي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال عبدالکریم ملکیار نن ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې وویل، سږ کال د افغانستان صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي او په راتلونکي کال کې به یو نیم میلیارد خو په ۱۴۰۰ کال کې به دا کچه دوه میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د ملکیار په خبره د هوايي دهلېزونوپه مرسته تر اوسه د ۲۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۲ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي او د ځمکې له لارې هم افغانستان د لاجوردو، په لار ترکیې- اروپا او د چابهار له لارې هند خود اورګاډي له لارې چین ته صادرات پیل کړي دي.

ښاغلی ملکیار وايي، افغانستان په ۱۳۹۸ کال کې ۱۷ نړیوالو او ۸ کورنیو نندارتونونو ته خپل توکي استولي او په ۱۳۹۹ کال کې به هم ۲۰ نړیوالو نندارتونو ته خپل توکي او تولیدات واستوي.

د سوداګرۍ وزارت دغه چارواکی زیاتوي، په کابل کندهار، میدان وردګو او هرات کې څلور سترو زېربنايي صنعتي پارکونو باندې کار بشپړ شوی او په خوست، پروان، ننګرهار او پکتیا کې پرې کار پیل شوي دی: (( همدا راز موږ په پروان، هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار کې پنځه کرنیز پارکونه هم جوړوو.))

د ښاغلي ملکیار په خبره هیله من دی چې راتلونکي ۱۳۹۹ کال کې به د افغانستان اقتصادي وده ۳ سلنې ته لوړه شي، په داسې حال کې چې تېرو دوه کلونو کې د افغانستان اقتصادي وده ۲ اعشاریه ۷ سلنه وه او سږ کال دا ګراف ۲ اعشاریه ۹ ته لوړ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *