تاند، شنبه، د حوت ۳مه: په هرات او مزار شریف کې سلګونه کسانو د ولسمشریزو ټاکنو د نهايي پایلو د اعلان په ملاتړ لاریونونه کړي دي.

په هرات کې د اصلاح غوښتونکو مجمع مشر نوراحمد حیدري په دې اړه لویه غونډه کې پر نوماندانو غږ کړی چې د ولسمشرۍ تاکنو پایلې ومني او هېواد له بحرانه وژغوري.

نوموړي ویلي، د هرات خلک د ولسمشر غني د بیا ځل ولسمشرۍ او بریا ملاتړ کوي.
بلخوا د مزار شریف د حضرت علي د روضې په ختیځه ډډه کې هم سلګونه کسان راټول شوي او د اشرف غني د بیا ځلې ولسمشر کېدو ملاتړ یې کړی دی.

د دغې غونډې یو تنظیموونکي ذبیح الله احساس ویلي، دوی له یو مشروع دولت ملاتړ کوي چې د ټاکنو له لارې په قانوني ډول رامنځته شوی دی.
د دغې غونډې ګډونوالو له موازي حکومتونو سره مخالفت ښودلی او ټول لوري يې په دې اړه د حل لارې را ایستلو ته هڅولي دي.

د ټاکنو کمېسیون د سه شنبې په ورځ محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ګټلو بیا ځل ولسمشر اعلان کړ چې څو ساعته وروسته ترې عبدالله عبدالله په ۳۹ سلنه رایو ځان بریالی نوماند اعلان کړ او زیاته یې کړه ژر به خپله کابینه معرفي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *