تاند (یکشنبه، د حوت ۳) د امریکا ولسمشر دانلډ ټرمپ نن وویل، که په افغانستان کې موقت اوربند دوام وکړي. حاضر دی چې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ په داسې حال کې چې هند ته روانېدو په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل«هغه وخت راغلی چې خپل کور ته راوګرځو. دوی غواړي چې (جنګ) ودروي. تاسو پوهېږئ چې دوی له اوږدې مودې راهیسې جنګېږي. دوی سخت ساري خلک دي. موږ کلک خلک یوو. خو له ۱۹ کلونو وروسته، دا ډېره اوږده موده ده.»

ولسمشر ټرمپ وویل«موږ فکر کوو چې دوی غواړي چې معامله وکړي. موږ هم غواړو چې معامله وکړو. نو فکر کوم چې دا نتیجه لرلی شي.»

حاضردمه په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ زره امریکايي پوځیان مېشت دي او په تېرو ۱۹ کلونو کې ۲۴۴۸ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

امریکا او طالبانو د جمعې له ورځې په افغانستان کې نسبي اوربند اعلان کړی او په پای کې یې ټاکلې چې د سولې تړون به لاسلیکوي.

ډېره تمه ده چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د سولې د تړون له لاسلیکه وروسته نسبي اوربند په بشپړ اوربند بدل شي او ورپسې د دایمي سولې لپاره بین الافغاني خبرې پیل شي.

امریکايي چارواکي وايي چې ممکن ځینې عناصر د اوربند د ماتولو هڅه وکړي.

په تېرو دوو ورځو کې یو شمېر حملې شوي خو چارواکي وايي چې په مجموع کې تشدد خورا کم شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *