د قطر له ځانګړي استازي سره د ولسمشر غني کتنه

تاند (دوشنبه، د حوت ۴) د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني پرون (یکشنبه) د قطر د تروریزم ضد او په مدیترانې کې د شخړو د حل لپاره د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره د افغانستان د سولې پر روانو هلوځلو خبرې وکړې.

د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت دغه ځانګړي استازي، چې کابل ته تللی دی، له ولسمشر غني سره په کتنه کې د قطر- افغانستان پر دوه اړخیزو همکاریو؛ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو، د روانې میاشتې په پای کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا، د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو او د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.

مخکې طالب سرچینو ویلي وو چې دا ډله د خپلو ۵ زره بندیانو د خلاصون غوښتونکې ده او په بدل کې یې د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو بندیانو، چې اکثره امنیتي ځواکونه دي، خوشي کولو ته تیاره ده.

قطر په عربي هیوادونو کې، تر ټولو زیات امریکا ته نژدې دی. دا هیواد په عین حال کې له څه باندې یوه کال راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو او د طالبانو د دفتر کوربه دی.

له بلې خوا ولسمشر غني پرون ماښام یو وار بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې دواړو خواوو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي اوونۍ د پیل او په تېرو دوو ورځو کې د دغه بهیر د ارزونې او سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ هم خلیلزاد په ارګ کې له ولسمشر غني سره کتلي و او د ارګ د خبرپاڼې پر اساس دواړو خواوو د تشدد د کمېدا د اوونۍ په اړه خبرې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *