تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: په افغانستان کې د نسبي اوربند په دویمه او دریمه ورځ هم طالبانو مخابراتي شبکو ته د خپل نفوذ په ساحو کې د فعالیت اجازه ورکړیده.
مخابراتي تنظیموونکو ادارو هم دا خبر تایید کړی او وایي، د تاوتریخوالي د کمېدو ورځو کې طالبانو مخابراتي شرکتونو ته هم اجازه ورکړې ده چې په ټول هیواد کې خپل خدمات شپه و ورځ فعال وساتي.
په دې اړه د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې مرستیال نقیب الله سیلاب ویلي چې شاوخوا ۷۳۰ مخابراتي پایو په وروستیو څو ورځو کې ۲۴ ساعته فعالیت پیل کړی دی: “دلته داسې پایې هم شته چې شاوخوا پنځه کاله وروسته یې په فعالیت پیل وکړ.”
د افغانستان په شمال کې د هیواد د مخابراتو د تنظیم دوه جلا چارواکو هم تایید کړه چې ګرځنده مخابراتي شبکې د طالبانو په سیمو کې بیرته فعالې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان د خصوصي مخابراتي شرکتونو انجنیران تښتول، د ټرانسمیشن او پایو بنسټونه یې له دې کبله ور ویجاړول چې د شپې لخوا یې د مخابراتي دستګاو د فعاله ساتلو له کبله جنګیالي کشفیږي او شپني عملیات پرې ترسره کېږي.
خو د یادونې ده چې اوس نسبي اوربند شوی دی او طالبان، امریکا او افغان ځواکونه دا مهال د یوې اوونۍلپاره د “تاوتریخوالي کمولو” نظارت کوي چې د شنبه په ورځ یې پیل کړی دی.
دې ژمنې په ډراماتیک ډول د جګړې او بریدونو په اندازه کې کموالی راوستی او ټاکل شوې چې د امریکایي او طالب لوري تړون ته لاره هواره کړي چې له دې اونۍ وروسته به لاسلیک شي.
که څه هم په لرو پرتو سیمو کې د کوچنیو نښتو راپورونه ورکړل شوي ، مګر کوم لوی بریدونه چې له اوږدې مودې راهیسې ترسره کېدل دې ورځو کې نه دي رامینځته شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي فرانس پرس خبري اژانس ته تایید کړې چې په عموم کې د تاوتریخوالي کموالی لیدل شوی دی.