تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: د ننګرهار ولایتي اداره وایي، په ۱۳۹۸ کال کې یې پولیسو د ترهګرۍ، انسان تښتونې، د نشه يي توکو قاچاق، غلا او فساد اړوند لسګونو قضيو په تړاو ۱۵۰۱ تنه نيولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی تاند ته وایي، په نيول شويو کسانو کې ۷۱ داعش وسله وال، ۱۸ وسله وال طالبان، ۷۴ غېر مسئوله وسله وال، درې د نورو ډلو اړوند تروريستان، ۸ تنه انسان تښتوونکي او ۸۶۹ تنه نور د بېلابېلو جرمونو له امله نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
نوموړی وایي، په ياده موده کې ۷۶ حلقې ماينونه، ۳۷۸ ميله وسلې، ۲۸۶۶۶ فيره بېلابېل ډوله مهمات، ۶۱ قبضې بمونه، سل بورۍ امونيم نايتريت، ۲۶۳ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي، ۳۰۳۲۰ متره سانيه سوز لينونه او ۸۵۱۰ فيره پټاقۍ نيول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، په ۱۳۹۸ م کال کې همدا راز له ۴۵۸ کسانو سره په ۱۴۲ عرادو موټرونو کې ۱۴۵۴۸ بېلابېل ډوله نشه يي توکي، ۲۳ ميله وسلې او ۷۶۱ بېلابېل ډوله مهمات نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د والي په توګه د شاه محمود میاخیل د ټاکل کیدو یو کال پوره شو.
نوموړي په دغه کال کې مافیاوي او جرمي کړیو ته د سختو ګوزارونو ورکولو تر څنګ د کلدارو د چلښت د مخنیوي کمپاین کې هم خاص شهرت پیدا کړ.