هېڅوک نه پوهېده چي دهغه نوم څه دی ؟ د کوم مذهب او په خټه څوک دی ؟ دلته څنګه او له کومي خوا راغلی دی ؟ خوبیا هم ټول خلک ورسره بلد وو، له څو کلونو راهیسې سهار او ماښام لیده کېده ، هروخت به په ژورو فکرونو کي ډوب و.
کله چي به یې د مندر د زنګونو ږغونه تر غوږ سول ، نو په زغرده به دمندر په دروازه کي کښېناست ، کله چي به یې د مندر د زنګونو ږغونه او د عبادت کوونکو مقدس سرودونه واورېدل ، نوپر مستۍ به راغی جلالي به سو او کله چي به یې عبادت کوونکي (دیوتا) ته پرسجده پراته ولیدل ،بیا به پټه خوله سو د فلسفیانو په څېر به داسي په خیالونو کي ډوب سو ، تابه ویل چي دکومي مهمي او جدي پېښي حل لټوي :
له مندر څخه د راوتونکو سړیو او ښځو چي به سترګي باندي ولګېدې په خپلوکي به سره ګډ سول ( دخدای په مینه مست دی ، په هم دې مینه پایي ) :
سهار مهال چي به دمسجدونو له لوړو منارو څخه د الله اکبرنارې پورته سوې ، دی به راغی پټه خوله به دمسجد په دروازه کي لاس ترزنه کښېناست ، اودس کوونکي به یې په ځیر،ځیر څارل او څه مهال چي به ملاصاحب دقران ایتونه لوستل ، دې زړه وړونکي ږغ به داسي مخموره کړ، تابه ویل زړه ته یې کوم ورک سوی تسکین رسیږي ، خوچي څه مهال به یې لمونځ کوونکي پر سجده پراته ولیدل ، داسي به په ژورو فکرونو کي ډوب سو ،لکه کومه معما چي را سپړي.
له مسجد څه راوتونکو خلکو چي به ولید، نوپه خپلو کي به یې ویل :
(دا خوار لیونی دی ) نر اوښځو ، کوچنیانو، غټانو، هندوانو او مسلمانانو ټولو هغه ته (ملنګ بابا) ویل ،نه یې کور او نه یې اور درلود ،مځکه یې نالي اوشینکی اسمان یې دمحل بام و، چي دستورو او سپوږمۍ څراغونه پرځلېدل ، هغه به کله ناکله دمندر په دروازه او یا د مسجد په زینو کي بیده سو خواکثره شپې به په ښار کي داسي ناارامه تاوېده، راتاوېده لکه ناارامه او لالهانده اروا چي یې دتسکین په لټه کې وي :
دشپې چي به دښار سپیانو هغه ولید، ټول به ورته په غپا سول، خو وروسته چي به یې وپېژانده، سرونه به یې وځړول ، سپي به داسي پټه خوله سول ، تابه ویل ټول په یوه اوږده خوب بیده سول ، څوکیدار به له لیري ورباندي ږغ کړه، څوک یې ، څه غواړې ، څه کوې ؟ … چي ورنژدې به سو ،بیرته به ځني رهي سو او له ځان سره به وبوڼیده ، ملنګ بابا ! نیمه شپه ده ، لږ استراحت وکړه ! خو ملنګ بابا به له ځان سره وخندل اومخ په وړاندي به وخوځید دهغه ویښتان دملنګانو په څېر خیرن پیرن او پېچلي وو ، د ږیري ویښتان یې هم دسر د ويښتانو په څېر اړ پړ او خیرو پوڼېیلي وو ، ټول ټال دیوې ګودړۍ څښتن و، نه پرچا ګرځېده او نه یې له چا څخه څه غوښتل د ډوډۍ غم به یې کله کوم مهربانه هنداو او یا زړه سوانده مسلمان کاوه ، نور وخت به په وږي نس ګرځېده ، له ډوډۍ او خوړو یې انکار نه کاوه ، خو چي کله به کوم چا پیسې ورته ونیولې، نو خورا به په قار او غضب سو، پیسې ورکوونکي ته به یې دا ډول په ځیر،ځیر وکتل لکه چي ورته وایي :
هم دا دپیسو مینه ده چي انسان پکي انسان پاته نه سو ، ولي چي انسان دخپل رښتینی څښتن پرته د دنیا په مینه کي ښکېل پاته سو !
دملنګ بابا اوږد کمیس چي به کوم مهال بیخي تراټي ، تراټي سو و نوکوم هندو، یامسلمان به نوی کمیس په غاړه کي ورواچاوه، ملنګ بابا به دتشکر په ډکو سترګو ورته وکتل ، دچاچي به ډېر زړه ورباندي وسوځېده ، نوبه یې ولمباوه ، کنه ډېر وختونه به همداسي خیرن ګرځېده ،شپه او ورځ یې دواړه په پټه خوله تېرول ، کله ناکله چي به پرموج راغی ، دوه ، درې ،څلور ټکي به یې وویل :
ناببره په ټول هیواد کي خواشینی وغوړېده ، ودان ښارونه په کنډوالو بدل سول، هري خوا ته د اور دلمبو اتڼونه ولوېدل، هندوان په یوه او مسلمان په بل اړخ کي سره غونډېدل ، هندوان د مسلمانانو او مسلمانان د هندوانو له سیمو څخه کډه کېدل ، چي له خپلو مذهبي وروڼو سره یوځای سي او په دې ډول خپل ځان او مال وژغوري ، دواړو خواوو ته ګړندي ترتیبات روان وو، هیڅوک نه پوهېدل ، چي چپاول به څه مهال پیل سي ؟ شتمني به یې څه مهال لوټ او کوم ساعت به ژوند له لاسه ورکړي ؟
دچپاول او ژوند له لاسه ورکولو خطر ګړی په ګړی نور پسي ګړندی کېده ، ځکه چي په ټول ښار کي هري خوا ته د بربادیو اتڼونه لوېدلي وو، په ټول ښار بلا ګډه سوې وه، دښار خلک یې ټول تر ستوني نیولي وو، د (چوهدري) په محل کي د اطرافو ټول پهلوانان سره راټول سوي وو، چوهدري له چلیم څخه دکلک کش اخیستو پرمهال وویل ( اوس نو د دین و منګرانو ته سبق ورکول په کار دی ، ټول ژوند یې پوڼېیلي یو ، دا د دخپلواکۍ ، پاکستان ګټلو او د اسلام د سرلوړۍ لپاره مقدس جهاد دی ، دا څرګندول په کار دي چي مسلمانان اتلان او زمریان دي ، چي دې لنګ وهلو ته خپل (بهګوان) ورپه یاد سي ) .
وروسته ټولو دا پرېکړه وکړه ، چي دشلو تنو ځوانانو یوه داسي ډله دي تشکیل سي ، چي له یوې خوا دباندنیو راغلو ځوانانو له ډلي څخه وي او له بلی خوا جهاد ته چمتو وي ، ځکه چي هم دا نن شپه د سېټ پر سرای چپاول وروړو .
د وطن ځامنو! ایا د وطن وېش مو قبول دی کنه ؟
سېټ دهرمداس له لیرو سیمو څخه راغلي او راټول سوي ځلمي هندوان داسي مخاطب کړل :
( دبهارت ماتا د وجود ټوټې، ټوټې کول به تاسي ورسره ومنی؟ دا مسلمانان ، چي موږ هروخت کړوي ، استعماروي مو ، د دوی له لاسه هر وخت په عذاب یو ، نن شپه په کار ده چي دخوند څرک ورښکاره کړو :
خوږو ملګرو! دبهارت ماتا د زړه ارمان هم دا دی چي نن شپه مسلمانانو ته داسي درس ورکړو ، چي دمور شیدې ورپه یاد سي ) .
تر دې وروسته له پریکړي سره سم څو تنه ځوانان وټاکل سول ، چي نن شپه د (چوهدري دین محمد) پر ګودام چپاو وروړي .
سهار ، ماځیګر ته رالنډ سو ، لمر پر لوېدو و ، هري خوا ته چوپتیا غځېدله ، خوبیاهم تر اوس مهاله په کوڅو کي یو نیم سړي لا په بېړنیو ګامونو تر سترګو کېدل ، ټولو خلکو د خپلو کورونو دروازې کلکي تړلي وې دشپې تیارې سوکه، سوکه غوړېدلې .
دنیمي شپې په چوپتیا کي دچا دپښو کښهاری(سکاسه) سو ، دښار سپیان ټول په غپا سول خو چي وروسته یې ملنګ بابا ولید، نو ټول پټه خوله سول، د ښارپه تیارو، کږو لارو کي ملنګ بابا په فکرونو کي ډوب تاوېده او راتاوېده ، دی به پر دغه مهال داسي ایسېده ، تابه ویل کوم سیوري اتڼ اچولی دی .
په ونو کي کښکی سو :
پټه خوله سی چي یو څوک را روان دی !
ناببره یوه زړه کښونکې چوپتیا وغوړېده :
هغه ګوره ، یوسړی را روان دی !
په ونو کي پټ څو ځوانان را ووتل او ناڅاپه یې نارې کړې :
اخ ،داملنګ بابا ! قوماندان یې ورباندي ږغ کړه :
هلۍ بېړه وکړﺉ چي ناوخته نه سي ، وخت زښته لږ دی داسي نه وي چي وروسته به لاسونه مروړو او څه به لاس ته نه راځي .
له خبري سره ټول په قوماندان پسي رهي سول ، ښه ساعت وروسته چي ملنګ بابا پر هوښ راغی ، نو یو وار یې د اسمان خوا ته وکتل او بیا یې سترګي په داسي ډول د مندر خوا ته واړولې لکه د مندر د زنګونو ږغونه او دعبادت کوونکو مقدس سرودونه چي اوري ، داسي ورته ایسېدله لکه چي ټول عبادت کوونکي د بهګوان په عبادت اخته دي .
اوس ملنګ بابا کرار، کرار راجګ سو ، څو ګامه یې وړاندي واخیستل او بیرته پر خوله ولوېد .
په ټول ښار غوغا ګډه سوه ، دښځو ساندي ، د کوچنیانو ژړا….. ځني ومي ژغورﺉ ، خلکو ومي ژغورﺉ ! دمرمیو ږغونو د دوړو باران غوښتونکو خودسریو ، دچړو او نیزو پړقهار، دلوټمارو وحشي هڅو او نارو مځکه او اسمان پر سر اخیستی وو، دښار له سوځېدلو کورونو څخه د اورونو لمبې دقهریدلو مارانو په څېر د اسمان ښکلولو ته غاړي غځولې .
دا سور کافر راچپه کړﺉ !
ګورﺉ چي درڅخه ولاړ نه سي ، دا مسلمان دی ، راچپه یې کړﺉ !
ناڅاپه شپېلکي ووهل سول ، نظامي او عسکري ګاډۍ په منډو سوې ، نظامیانو هري خوا ته منډي پیل کړې ، دسره صلیب په موټرونو کي ټپیان او مړي ځای پرځای کېدل .
ته څوک یې ؟ نوم دي څه دی ؟
ډاکټر ته دځواب ویلو پرځای کرار وموسېده .
په کوم مذهب یې ؟
ژوبل سوي سړي داسي په پړق ، پړق وخندل چي نژدې ولاړ ډاکټران او نرسان یې د ونو دپاڼو په څېر ورېږدول ، نرس وویل :
زما په اند دا خوار لیونی دی!
ډاکټرصاحب ! زه هندو…. نه نه ! مسلمان…. نه نه ! ډاکټرصاحب ! زه یو انسان یم او انسانیت مي مذهب دی ، زه هندوانو او مسلمانانو په ګډه ژوبل کړی یم ، زما ژور زخمونه د روغ انسانیت زخمونه دي ، زما مرګ د ټول انسانیت مرګ دی ، ډاکټر صاحب ! زما مړی هندوانو اومسلمانانو دواړو ته ورکړﺉ چي دواړه خپلي رښتیني بڼي پکي وویني ، هم دا ډول به بهګوان ته سرټیټول او په مسجد کي پر سجده پریوتل ور په یاد سي .
له دې سره سم د ژوبل سوي سړي پر شونډو د ابد لپاره یوه موسکا وغوړېده او ویې ویل (زه یوانسان یم ).
له یو لیری مندر څخه د زنګولې ږغ واورېدل سو ، عبادت کوونکو سرودونه وبولل، لمونځ کوونکو الله اکبر ووایه ، هندوان بهګوان ته سرځوړندي سول او مسلمانان پرسجده پرېوتل ….
لیکوال: ایاز قادري / ژباړن: عصمت الله زهیر
د مذهب دعوه دې پریږره سړیخوره
ستا دعوه هله دعوه ده چې انسان شې
حضرت حمزه -رح