«ژوند په موسمونو کې» د ایمل پسرلی د لنډو کیسو نوې ټولګه همدا نن په کابل کې سروش خپرندویې ټولنې چاپ کړه.

 دې پهټوله کې د لیکوال نژدې پنځوس لنډې کیسې راټولې شوې دي. پر دې ۱۶۶ مخه کتاب باندې د ښاغلي لیکوال ورور اجمل پسرلي، چې خپله هم  د لنډو کیسو تکړه لیکواله او کره کتونکی دی، سریزه لیکلې ده.

په سریزه کې اجمل پسرلی لیکي «د ایمل پسرلي په هغو کیسو کې چې په تېرو نژدې دوو لسیزو کې یې لیکلې دي د تنهایي د احساس ترڅنګ پيغام ته ډېر پام شوی دی. ایمل په خپلو کیسو کې پيغام د ځینو لیکوالو په څېر ښکاره نه بیانوي. د ده له کیسو دستي نه پوهېږو چې مینه ښه ده، کرکه بده ده، رشوت ښه نه دی، خیرات ښه دی.د ده پيغام کله د کیسې له عنوانه اخلو، کله له صحنې، کله بیا د کرکټر له ذهنه او ټولې کیسې.»

دا د ایمل پسرلي د لنډو کیسو لسمه ټولګه ده. تر دې وړاندې د ده دغه ټولګې چاپ شوې وې:

څلورمه لار، یو مزل دوه نړۍ،  د څارنوال هینري قضیې او نورې کیسې، شګې لمر او سمندر، یوازي شوي، تللې نجلۍ، ده کیسه کوله، د جولای شپاړسمه، لار ورکی.

ژوند په موسمونو کې کتاب په کابل کې د سروش خپرندویې ټولنې چاپ کړی او وايي د هغو ګڼو کتابونو په لړ کې خپرېږي چې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځې د فبروري د یوویشتمې نېټې په پار یې چاپ کړي دي. په دغو کتابونو کې ګاونډی، نظمونه، شفیقه خپلواک، اکبرخان مینه او جګړه، تاریخي ناول، اکمل داوی، پټ رهبر، “خوب دې رښتیا کړه!” لیکوال: وائل محمد نیل، ژباړن: هدایت الله همیم، او بیا هېڅوک نه وو، جنایي ناول، لیکواله: اګاتا کریسټي، ژباړن: جبار فراز،  پلار ته لیک، لیکوال: فرانز کافکا، ژباړن: حیات ژوند،  ابوالهول چې پېښه وکړه، لنډې کیسې، حیات ژوند، د باور کوچنی کتاب، لیکواله: ډاکټر سوزان جفرز، ژباړن: نجیب احمد عزیزي، سینما “فلم جوړونه او د نړۍ سینما، کریم حیدري، شالون او ولمه، سیال یوسفي، – لېونی کابل، ناول، اصف مشال او د اوبو پر مخ ګامونه د محمد ابراهیم سپېڅلي کتاب دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *