تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: د چین د باندنیو چارو وزارت وایي، دوی د ټاکنو د کمېسیون له لوري د اشرف غني د بریا اعلان ته احترام لري او چمتو دي چې له نوي افغان حکومت سره ګډ کار وکړي.

دغه څرګندونې په کابل کې د چین سفیر د خپل هیواد بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله لیکلي او وایي: ((موږ یاداښت کړه، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري اشرف غني بریالی اعلان شو، چین د یوه ګاونډي هیواد په توګه د ټاکنو کمېسیون طرزالعمل او د افغانستان د خلګو خپلواکې پرېکړې ته احترام لري.))

یاوژینګ وایي، چین تیار دی، له افغانانو او نوي حکومت سره د افغانستان د سولې، امنیت او پرمختګ په برخه کې ګډ کار وکړي.

یاده دې وي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه اوونۍ وړاندې ولسمشر غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په ګټلو سره بیا ځل لپاره بریالی اعلان کړ خو دا پریکړه عبدالله ونه منله او د خپل همه شموله حکومت رامنځته کولو اعلان یې وکړ.

عبدالله عبدالله د ځینو ولایتونو لپاره والیان هم وټاکل او د ټاکنو کمېسیون پر کمېشنرانو او کارکوونکو باندې یې له هیواده د وتلو بندیز ولګاوه.

اوس په داسې حال کې، چې د دواړو لوریو تر منځ ناندرۍ هم روانې دي، رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکي، امریکا له اشرف غني غوښتي، چې د لوړې مراسم وځنډوي.

One thought on “چین: د ټاکنو کمیسیون پریکړې ته احترام لرو او نوي حکومت سره ګډ کار کوو”
  1. دوه ورځی مخکی ولسمشریز نوماند احمد ولي مسعود په کابل کې د چین له سفیر وانگ یو سره لیدلي.
    هغه په دې لیدنه کې له چینایي سفیر څخه غوښتي، چې د افغان ولسمشریزو ټاکنو اعلان شوې وروستۍ پایلې په رسمیت ونه پېژني.
    چینایي سفیر په دې اړه څه نه دي ویلي.
    څو ورځې مخکې د ولسمشر غني د یوه نیږدې سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي سکرتر پرخپلې فیسبوک پاڼې لیکلي و، چې چینایي سفیر له ډاکټر فضلي سره په لیدنه کې هغه ته د ولسمشر غني د بیا ولسمشر کیدو مبارکي ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *