له هغه وخته چې د امنیتي هوکړه لیک خبرې شروع شوي په لومړیو کې يې د ملاتړو تر څنګ مخالفین هم ډیر زیات وو، خو اوس شرایط داسې برابر شوي چې امنیتي هوکړه لیک سره خلک د اړتیا له مخې موافق دي.

هغه اړتیا چې ولسمشر کرزی پرې ټینګار کوي، په افغانستان کې امنیت او سوله راوستل، رڼې ټاکنې او په کلیو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د کورنو د پلټلو د مخنیوي سکاله ده ، هغه چې ټول افغانان د دغه دریو مهمو ملي سکالو ته تږې دي.

خو ولسمشر کرزی پر واشنګټن باوري نه دی او په باور یې که چېرې امریکا په خپلو هغه ژمنو پاتې نه شي ، نو امنیتي هوکړه لیک د افغانستان په ګټه نه دی.

خو یو شمېر یې بیا پر دې ټینګار کوي چې امنیتي هوکړه لیک دې ژر لاسلیک شي، که نه نو امریکايي پوځیان له افغانستان څخه وځي اوبیا به نو په افغانستان کې وضعیت له دې بدتر شي.

که اوسني وضعیت ته وکتل شي ، ښکاري چې اوس هم په افغانستان کې څوک پر ځان باوري نه دی او هره ورځ ورته د دې ګواښ شته چې یا ووژل شي او یا هم ترور شي، نو بیا چې دا هر څه شته او امریکا په خپلو ژمنو ولاړه پاتې نه شي، د افغانانو ګټې په هوکړه لیک کې څه دي.؟

خو په هر حال د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي هوکړه د افغانانو یوه اړتیا ده، که له یوې خوا په دغه هوکړه کې د امریکا ګټې خوندې دي، نو له بله پلوه د افغانستان  سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخه ورسره پیاوړې کيږي.

ملي شورا، مشورتي لویه جرګه، د ولسمشری احتمالي نوماندان، د مدني ټولنې غړي، ګڼ خوځښتونه او ډیر شمېر افغانان د دغه تړون د ژر لاسلیک غوښتونکي دي، خو ولسمشر بیا هم په خپلو اړونو ټينګار کوي ، چې لومړۍ سوله چې د امریکا او پاکستان په لاس کې ده او بیا به تړون لاسلیک کېږي.

د ولسمشر آړونه د شخصي ګټو لپاره دي که د ملي؟

ښکاره خبره ده لکه چې مخکې مې هم یادونه وکړه، دا ټول هغه ملي سکالې دي چې ټول افغانان یې تږې دي او امنیتي هوکړه هم د دې اړتیا له مخې لاسلیک کېږي.

هغه وخت چې د افغانستان ګټې پر ژمنو ولاړې وي نو بیا هوکړه لیک څه په درد خوري.

که تيرو دولس کالو ته وګورو، امریکا افغانستان ته د القاعده او طالبانو د له منځه وړلو لپاره راغلې وه، خو لیدل کېږي چې طالبان ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او د ولسمشر په خبره داسې اسناد شت،ه چې دا هر څه د پاکستان او واشنګټن په لاس کې دي.

که امریکا په ریښتیا هم د طالبانو د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته راغلی وی، نو بیا جګړې ته ولې د پای ټکی ږدې او دغه جګړه نه په بریا او نه په ماتې پای ته رسوي.

خو نن ولسمشر د هر چا په خوله دی او همدا نیوکې پرې کېږي چې د شخصي ګټو لپاره یې امنیتي هوکړه لیک له ځانه سره ګرو کړی.

دا به هم ومنو چې ولسمشر د دې هوکړې لپاره مشورتي لویه جرګه راوبلله، تر څو ولسمشر ته سلا مشورې ورکړي او د لویې جرګې پریکړه دا وه چې ولسمشر دې امنیتي هوکړه له واشنګټن سره لاسلیک کړي، خو داسې هم نه ده چې لویې جرګې وویل او ولسمشر به یې ومني ، هغه وخت چې کله په امنیتي هوکړه لیک کې د افغانستان ګټې هم خوندي شي او هغه ګټې د کرزي شخصي ګټې نه بلکې ملي ګټې دي.

هغه څوک چې غواړي دا هوکړه بې قیده او بې شرطه لاسلیک شي، ښکاره خبره ده چې دا هوکړه د هغوی په ګټه ده او د ملي ګټو په کیسه کې نه دي.

2 thoughts on “امنیتي هوکړه لیک د کرزي په ګټه دی که… صادق ترابزی”
  1. ترابزی وروره

    ارمان چې دا ځینې لوستي افغانان په دې پوهیدی چې ولسمشر یی د چا لپاره کوي او تاسو څه وایاست بس د پردیو رسنیو تیروستي دي د بل ډول ته ګډګیږي

    وايي چې سپي به غاپي کاروان به تیریږي

  2. مجددی ټینګا ر کوی تړون با ید امضا شی کرزی صا حب انکا رکوی چه با ید امضا نشی ۵۰٪ مجددی ریس جمهور وو او ۵۰٪ کرزی دواړ ه مساوی دی اوس با ید څه وسی چه نتیجه را وبا سو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *