تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: امریکا له ټاکنیزو پایلو وروسته په افغانستان کې د موازي حکومتونو له رامنځته کولو سره مخالفت ښودلی او دا یې د افغانستان لپاره په زیان بللی دی.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویلي، د ولسمشر غني د بریا اعلان تاییدوي او له ارګ څخه یې مننه کړې ده چې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم یې وځنډول.

د راپورزونو له مخې، ولسمشر غني د لوړې مراسم دوې اوونۍ ځنډولي دي. مخکې ټاکل شوې وه چې راتلونکې پنجشنبه ولسمشر غني لوړه په ځای کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې په افغانستان کې له ټولو ډلو غوښتل شوي چې د سولې خبرو لپاره په یو ملي چوکاټ موافقه وکړي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت بشپړ استازیتوب وکړي او دا خبرې مخ ته بوځي: “د دې لپاره چې ټول افغانان په دغو مسایلو د موافقې لپاره پوره وخت ولري، موږ له افغان حکومت څخه مننه کوو چې د ولسمشر د لوړې مراسم یې وځنډول.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، د دې وخت رارسیدلی چې پر انتخاباتي سیاست باندې تمرکز نه بلکې د سولې پر لور ګامونه پورته شي. تر څو له طالبانو سره جگړه پای ته ورسیږي او د بین الافغاني خبرو له لارې د سیاسي حل لپاره یو فورمول وموندل شي چې د هیواد ټولو وگړو ته د منلو وړ وي.

اعلامیې همدغه راز د هغو اقداماتو د ددرېدو غوښتنه کړې ده چې د افغانستان ملي حاکمیت زیانمنوي: “د موازي بنسټونو د جوړولو په ګډون چې د اساسي قانون خلاف دي، د ټولو بي ثباته موازي اقداماتو څخه دې ډډه وشي. دا ډول اقدامات د افغانستان حاکمیت او ملي وحدت چې امریکا يې کلکه ننګه کوي، کمزوری کوي.”

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145115

تر دغې اعلامیې څو شېبې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل چې په افغانستان کې یو لوی سیاسي فرصت رامنځ ته شوی چې باید زیانمن نشي.

ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ (فبروري ۲۹) د امریکا- طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شي چې له تړون وروسته به بیا په مارچ کې بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له خپرېدو څو شېبې وروسته د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم اعلان وکړ چې نور د والیانو د معرفي کولو لړۍ دروي. دې ټیم ویلي چې خپلو پلویانو ته یې ویلي و چې سبا (چهارشنبه) د تخار د نوي والي لپاره د دې ډلې د نوي والي د معرفۍ په مظاهره کې ګډون وکړي خو اوس یې خپلو پلویانو ته ویلي چې دا مراسم یې لغوه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *