تاند، چهارشنبه، د حوت ۷ مه: د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په خوست د پاکستاني میلیونونه ملخانو یرغل د کروندو حاصلاتو ته د پام وړ زیان نه دی اړولی.
خو کروند ګر وایي، له تېرو دریو ورځو راهيسې د خوست باک، عليشېر، ګربز او د مرکز اړوند ځينو سيمو ته د ملخانو سيلونه ورغلي چې دوی يې سخت اندېښمن کړي دي.
خو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي بیا تاند ته وایي، دا د اندیښنې وړ خبره نه ده او ډېر ژر به دغه ملخان خپل لوری بدل کړي.
د کرنې وزارت ویاند وايي، دغه وزارت له وړاندې د ملخانو د یرغل وړاندوینه کړې وه، تدابیر یې ورته نیولي او په دغه ولایت کې خپل تخنیکي ټیم ځای پر ځای کړی څو په دې برخه کې مبارزه وکړي: ((دغه ملخان تر ډېره هغو ځایونو ته ځي چې د کښت فصل وي او محصولات نږدې وي، له نېکهمرغه چې اوس په خوست کې کروندو ته هېڅ خطر متوجې نهدی.))
دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان کي د پنبې پر کروندو د ملخانو د یو لوی برید وروسته، د اسلام آباد حکومت د دې ګواښ سره د مبارزې لپاره له چین څخه مرسته وغوښتنه.
د اسلام آباد حکومت د ملخانو د حملې خطر په جدي توګه په پام کېنیولو سره بیړنی حالت اعلان کړی او د دې آفتونو له منځه وړلو لپاره کار کوي.