له لسیزو جګړو راپکې په وینو سرې منګولې ښخې کړې، سړې، نیابتې (پراکسي)، کورنۍ او دې ته  ورته نورو راز-راز جګړو په موږ افغانانو ارمان کښلی، جګړه یوه لویه وینه خوړونکې بلا ده، جګړه د ژوند، سولي، ټیکاو، پرمختګ، تعلیم او نورو دې ته ورته د بشریت د طبعي او صحیح غوښتنو خلاف ده.

 جګړه د پردو ده، خو موږ هم پکې ګرم یو، تل مو د قلم څوکه ماته کړې، په خوله د غیرتي نارې وهو، خو بچی مو تر ننه د ښوونځی له تلو محروم دی او د ویالې تر غاړه غوا څري،  موږ د نړۍ تر بل هر ملت له خپلو بچو سره جفا کړې، هغوی مو له زده کړو په لوی لاس بې برخې کړي، د پنځو پیسو په بدل کې مو د خپلو بچو د کلي ښوونځي سوځولې، کلتور مو خرڅ کړی، هویت مو سوځولی، اوس یواځې د تاریخ څو زریني کرښې له نیکونو راپاته دي، ښايې هغه هم د څو لسیزو په اوږدو کې پیکه او له منځه ولاړې سي، ملاله میوندۍ نه یواځې په ملي تاریخ، بلکي د نړۍ په تاریخ کې یوه زرینه کلیشه ده، خو نن مو غلیم بله تنکۍ او نادانه پښتنه نجلۍ ( ملاله یوسفزۍ) په نړۍ کې وځلول چې په اصل کې پرې د ملالې میوندۍ کارنامې پیکه کوي.

دسیمې هیوادونو هر کله کوښښ کړی چې زموږ ژبنی، کلتوري او مذهبي هویت له منځه یوسي، د مذهب تر نامه لاندې یې جګړه په موږ کې خورا ځواکمنه روانه کړې، له ژورنالیست، لیکوال، ادیب، مدنې فعال او سیاسي فعاله رانیولې دولتي چارواکي هم د پردو ګوډاګیان سوي، په ډېرو کې د وطن پرستۍ روحیه بېخي له منځه تللې، د پیسو په مقابل کې نه هیواد او نه هم نور ملي ارزښتونه پېژني.

که د افغانستان او سیمي د معاصر تاریخ پاڼې واړوو، جوته ده چې زموږ ګاونډیانو هره هڅه کړې چې دا ملت په تورتم کې وساتي او پرې نږدې چې د افغان اولس د ټولو قومونو ترمنځ اتحاد او اتفاق ټینګ سي، موږ یې په حزبونو، ایډیالوژیو او نورو نومونو ویشلي یو، او هم یې په هر مقام او نوم بیرته بدنامه کړي یو.

په دې ورځو کې په افغانستان کې حالات ډېر ترینګلي سوي، له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک، د ولسمشر او ملي مشورتې جرګې تر منځ د نظر اختلاف، د ټاکنو رانږدې کیدل، د افغان دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ لویه فاصله، او نور د لویو ستونزو او مشکلاتو په توګه یادولای سو، خو ددې کشالو سربیره د هیواد په قوانینو او نورو ارزښتونو هم تېری کېږي، په افغانستان کې د تابعیت تذکرې کمپوټري کېږي، ویل کېږي چې دا کار یې یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړی دی، اړینه دا وه چې دا کار د افغان حکومت یوې مستقلې څانګې کړی وای، ځکه دا یوه اړینه او مهمه مساله ده او له بل لورې په دې برخه کې باید له درغلیو او فساد څخه پوره مخنیوی وسي.

شاوخوا شپږمیاشتي وړاندي د عدلیې وزارت له خوا د نفوسو د ثبت او احوال قانون چې پنځه فصلونه او نهه دېرش مادو کې ترتیب سوی ملي شورا ته د تصویب په موخه ولېږل سو، هلته پر دې خبره چې په تذکره کې دې د (افغان) کلمه نه کارل کېږي، د وکیلانو تر منځ ناندرۍ منځ ته راغلې، ځینو وویل چې په تذکره کې دي د افغان کلمه نه کارلو کېږي، پر ځای دې د قومونو نومونه وکارول سي، له دې جوته ده چې د پردو لاسونه رارسېدلي، دا په دې معنی نه ده چې یاد وکیلان په قانون نه پوهېږي او یا هم د ملت د نوم په ارزښت نه پوهېږي، بلکي هغوی د پردو ګوډاګیان دي، ملي ارزښتونه او د ملت ټولیز نوم چې زموږ هویت ښيې پر پردو په پیسو پلوري او له دې لارې د هغوی شوم اهداف پلي کوي.

له ملي قوانینو رانیولې تر نړیوالو قوانینو په هر پرنسیپ او قانون کې انسانان د ژوند، ازادۍ، تعلیم او نور دا ډول حقوق لري، خپل کلتور، هویت او تابیعت څخه ګټه پورته کولای سي، او باید پرې وویاړي. د دولت له متشکله عناصرو یو یې قلمر دی، د هیواد وګړي چې په ټوله کې د نفوس په نامه یادېږي په یوه قلمرو کې د یوه عالي قدرت تر سیوري لاندي ژوند  کوي، له حقوقي اړخه دولت د افرادو هغې ټولنې ته ویل کېږي چې په یوه ټاکلې خاوره کې ژوند کوي او او د یوه عمومي قدرت تابع وي.

د یوې ټولنې غړې چې په اګاهانه ډول خپل ځانونه په یوه جمع (ټولګه) سره وشماري، او د دولت په خاوره، تاریخ، کلتور او نورو ارزښتونو کې ځانونه ګډ بولي د ملت په نوم یادېږي. له دې څرګنده سوه چې موږ ټول یو او په یوه هیواد کې اوسو، تر یوه بیرغ لاندي ژوند کوو، یو ملت یو، او د یوه عالي قدرت تابع یو، په دې اړه د افغانستان اساسي قانون چې یوه ملي وثیقه او د نورو ټولو ملي قوانینو مور ده او هر کس یې په رعایت مکلف دی داسي څرګندوني کوي.

د افغانستان د اساسي قانون لومړۍ ماده داسي وايي: افغانستان خپواک، واحد، او نه بیلیدونکی اسلامي جمهوري دولت دی.

له بل لوري د افغانستان د اساسي قانون څلورمه ماده هم ډېر واضح د ملت او ملي حاکمیت په اړه څرګندونه کوي: ((په افغانستان کښې ملي حاکمیت په ملت پورې اړه لري چې په مستقیم ډول یې په خپله او یا د خپلو استازو له لارې عملي کوي.

د افغانستان ملت (افغان) له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یې، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي، او نورو قومونو څخه جوړ دی.

د افغان کلمه د افغانستان په هر فرد اطلاق کېږي، د ملت هیڅ یو فرد د افغانستان له تابعیت څخه نه محرومیږي، په تابعیت او پنا ورکولو پورې مربوطي چارې د قانون له لارې تنظمیږي.))

که پورته مادې ته ځېر سو، څرګندوي چې د افغانستان د ټولو قومونو څخه هر وګړی د یوه افغان په نوم یادېږي، له بل لوري د اساسي قانون د ۲۸مې مادې دوهم بند داسي دی: هیڅ افغان د تابعیت په سلبیدو او په افغانستان کې دننه یا بهر په شړل کېدو نه محکومېږي. له دې څرګنده سوه چې ددې هیواد هر تبع ته د افغان کلمه کارول سوې.

په هیواد کې د نورو کشالو ترڅنګ، د ګوتو په شمار وګړي د افغان ملت په منځ کې د زهرو د ګولیانو په څېر ژوند کوي، هغوی د پردو ګوډاګیان دي او دا کار یې له پلرونو ور پاته دی، د تابعیت تذکره د هر افغان مسلم حق دی، چې له دې حقه یې هیڅوک هم نسي بې برخي کولای، د افغان نوم ددې هیواد د هر تبع حق دی، په کمپیوټري تذکرو کې باید د هر وګړي لپاره چې د هر افغاني قوم اړوند وي د (افغان) کلمه وکارول سي، په دې سره به د هیواد وګړي په یو نوم یاد سي. په ملي شورا کې د ملت استازې باید په دې اړه مبارزه وکړي، تر څو دا ملي ارزښت تر پښو لاندي نه سي، او له بل لوري به د پردو د موخو د پلي کیدا مخنیوی سوی وي.

پایله دا چې که هر څوک ددې هیواد اوسیدونکی او تبع وي، باید د افغانستان قوانینو ته ژمن اوسي، دهمدې هیواد عالي قدرت تابع اوسي، داسي نه چې کوټ کوټ! دلته کوي او هګۍ بل ځای اچوي.

لیکنه: آغامحمد قریشي

هلمند، لښکرګاه

د نومبر ۲۸ مه

One thought on “کمپيوټرې تذکره / آغامحمد قریشي”
  1. اغا محمدقریشې صا حب !خدای دې راته ژوندی لره.او هرهغه افغا ن چې داولس او دهیواد په درد درد مند وې خدای دې یې راته ژوندې او سر لوړې لرې.ژوندی دې وې ګرا ن افغا نیستا ن او مړه دې وې دهیواد دښمنا ن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *