تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز وايي، اداره یې راتلونکی کال په پام کې لري چې د میوند واټ له چوک څخه د کارته نو تر تمځایه پورې د مېټروبس د یوې برخې جوړولو چارې پیل کړي.

کابل ښاروالي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د مېټروبس د پیل کېدو ژمنه کوي او اوس یې نوې رهبرۍ بیا دا ژمنه تازه کړې ده.

د کابل ښاروال سرفراز همداراز وايي، کابل ښاروالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ، زېربنا جوړونې، د ترانسپورټ او ټرافیکو د وضعیت ښه والي، زرغونتیا، چاپېریالي سالموالي او چاپېریال، د تنظیفي وضعیت د ښه والي او د کابل ښار د ډیزان شوې اډانې د پلي کېدو پر برخو تمرکز کړی دی.

د ده په خبره، په تېر مالي کال کې یې ۴.۱میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي، ۱۳۷کلیومتره سړکونو او کوڅو ډېزاین او سروې شوي، ۱۵۵.۵کیلومتره سړکونه پاخه شوي او ګڼ پارکونه یې رغولي دي.

د کابل ښاروال همدا راز وایي، په تېر مالي کال کې یې د کابل ښار په ۲۲ناحیو کې ۱۹۱پراختیايي پروژې پیل کړې وې، چې د ګڼ شمېر پروژو چارې بشپړې شوي او د ځینو یې کارونه روان دي.

One thought on “کابل ښاروالۍ راتلونکی کال بیا د میټرو بس خدماتو پیلولو وعده وکړه”
  1. ولسمشر کابل ښاروالی او ولایتونو بار بار امر کړی چی غلو اوغاصبانو لیست فاش کړی یا افشا کړی مګر دوی د څو کلنو په تیریدو سره دوی میټرو خبری کوی همغه خبره ده وایی

    مه چی میګویم ، دمبوره می چی میګه

    http://www.taand.com/archives/142652
    ولسمشر، کابل ښاروالۍ او والي ته امر کړی چې د غاصبانو لیست افشا کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *