تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: زلمی خلیلزاد وایي، د ټاکنیزې پروسې له پایته رسېدو سره سم اشرف غني ګټونکی اعلان شوی خو د دې اعلان هرکلی کوي چې ښاغلي غني د مارچ تر ۹ مې د خپلې لوړې مراسم وځنډول.

نوموړي په څو پرلپسې ټویټونو کې ویلي، اوس باید ټول رهبران دا ډاډ ترلاسه کړي چې یو فراګیر دولت تشکلیږي چې د ټولو افغانانو د هیلو استازیتوب وکړي.
د خلیلزاد په خبره د افغانستان د بادنیو چارو وزارت د مارچ تر ۹ مې د لوړې د مراسمو د ځنډ خبر ورکړی دی او دی یې هرکلی کوي چې په دې کار سره به د مشورو زیاته زمینه مساعده شي تر څو نوی افغان حکومت د ولس د لا زیاتو هیلو ترجماني وکړلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ امریکا له ټاکنیزو پایلو وروسته په افغانستان کې د موازي حکومتونو له رامنځته کولو سره مخالفت وښود او دا یې د افغانستان لپاره په زیان کار وباله.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویلي، د ولسمشر غني د بریا اعلان تاییدوي او له ارګ څخه یې مننه کړې ده چې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم یې وځنډول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *