Coronavirus
لمړی د کورونا ویروس د عوارضو په اړه لاندې لنډ تعریفونه وګورئ
Myalgia
عضلاتي درد دی. د ډېرو ناروغیو یوه نښه ده. خو ډیری وخت که چېرې عضلې بې کچې استعمال شي رامنځته کیږي. لنډ مهاله د عضلو درد ډېری وخت د ویروس له امله پیدا کیږي. که اوږد مهاله وي د خوړو د کموالي او ځینو روغتیايي حالتونو له امله پیدا کیږي.
Sepsis
د ژوند ګواښونکی حالت دی. کله چې بدن عفوني کېدنې او یا ټپ ته غبرګون ښي دا حالت رامنځته کیږي. عام علایم یې تبه، د زړه تېز ضربان، تېزه لنډه ساه اخیستنه او تشویش دی.
(pneumonia)
نمونیا د سږو د پړسېدو یو حالت دی. په لمړي ګام کې د سږو په وړو کیسو چې الویلي ورته وایي اغیز کوي. علایم یې له بلغم سره او یا وچ ټوخی، په سینه کې درد، تبه او په ساه اخیستنه کې ستونزه ده. نمونیا معمولا له هغې عفوني کېدنې رامنځته کیږي چې لامل یې ویروس او یا باکتریا وي خو ډېر کم وخت د مایکرو اورګانېزم، د ځینو درملو اوایمني سیستم د حالتونو له امله هم پیدا کیږي.
(Acute respiratory distress syndrome)
د ساه لنډۍ یو ډول دی. په پیل کې، په سږو کې پراخه پړسېدنه پیدا کوي. علایم یې لنډه تېزه ساه اخیستنه او په رنګ کې شینوالی پیدا کېدل دي.
……………………………………………
کرونا ویرون د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې پیل شو. تر اوسه یې یوازې په چین کې د ۲۸۱۴ کسانو ژوند اخیستی او تر ۳۰۰۰۰ پرې اخته کسان بېرته رغېدلي. له چین بهر یې هم د لسګونه کسانو ژوند اخیستی. ویروس اساسا له انسان څخه انسان ته د تنفسي وړو قطرو له لارې انتقالیږي کومې چې د ټوخېدو یا پرنجېدو پر وخت بهر ته غورزوي. ګمان کیږي چې د بچیانو زېږولو یا تکثیر موده یې له دوه ورځو تر دوه اوونیو پورې ده. علایم یې تبه، ټوخېدل او په ساه اخیستنه کې ستونزه لرل دي، عوارض یې د سږو پړسو (pneumonia and acute respiratory distress syndrome) ده. تر اوسه د کرونا ضد واکسین او یا هم د درملنې لپاره ځانګړي درمل نشته خو د دواړو لپاره څېړنې پیل شوي.
تر اوسه د کرونا ویروس لپاره واکسین نشته خو چین یې ممکن د ۲۰۲۰ کال تر اپرېل پورې او ناروې په چین کې ممکن تر جون میاشتې پورې واکسین چمتو کړي خو د ازموینې لپاره یې باید لمړی په ژو ازموینه وکړي. تر اوسه د کورونا ویروس لپاره کوم ځانګړي درمل نشته او د علایمو درملنه یې د زکام په درملو کیږي، د ډېرو اوبو څکلو او ارام سپارښتنه کیږي. درملنه یې له کچې سره تړاو لري که چېرې په ناروغ یې اغیز زیات کړی وي له اکسیجن ورکولو تر تذریق پورې یې درملنه امکان لري.
د ۲۰۲۰ کال د فېبروري په ۱۸ نېټه چین د کورونا ویروس د درملنې لپاره د (favipiravir) جاپانیو درملو تصدیق وکړ کوم چې مخکې انفلوېنزا لپاره کارول شوي وو. د اوسمهال لپاره په (remdesivir) درملو جوړولو کار پیل شوی او ګمان کیږي چې د کورونا ویروس په درملنه به ډېر اغیزناک وي.
د تنفسي جهاز په کومو قطرو کې چې کورونا ویروس موجود وي په هوا کې د کمې مودې لپاره زوړندې پاتې کیږي. خو د خونې په تودوخه کې ساري او تر ۹ ورځو پورې په پلاستیکي یا د وسپینې په ګیلاس نښتی ژوندی پاتې کېدای شي. که چېرې تودوخه تر ۴ ډګري سیلسیز پورې وي نو تر ۲۸ ورځو پورې ویروس دوام کولای شي. خو که په کورونا ویروس ککړه سطحه د یوې دقیقې لپاره په ۶۲–۷۱% ایتانول کې پاتې شي له ویروس څخه پاکیږي. په دې ویروس یو اخته کس کولای شي څلورو نورو کسانو ته ویروس انتقال کړي.
په پیل کې یې علایم زکام ته ورته وي لکه تبه، ټوخی، په ساه اخیستنه کې ستونزه، ستړیا او په عضلو کې درد. عوارض یې د سږو پړسېدنه (myalgia) سېپسیس، سپټیک شوک (sepsis and septic shock) او بلاخره مړینه ده. د تنفسي پاسه برخه کې علایم لکه پرنجېدل، د پوزې بهېدل او مرۍ کې درد کم وخت ورسره مل وي. ځینې کسان بې علایمو وي په ځینو خلکو کې ازموینو ښودلې چې ویروس لري خو علایم یې نلرل او له همدې امله د هغه ټولو کسان قرنطین کیږي چې له داسې سیمې بېرته راګرځي چېرې چې د ویروس شتون ثابت شوی. د ویروس موده تر ۱۴ ورځو پورې ده خو یو کس کې تر ۲۷ ورځو پورې موجود وو.
د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د بل کس د مخ له لمس کولو ډډه کول، له هغو کسانو سملاسي واټن اخیستل چې ټوخیګي، لاسونه مینزل د کرونا په ویروس د نه اخته کېدو لارې چارې یادې شوي. کوم کسان چې ویروس لري دې کسانو ته د یوازېتوب سپارښتنه شوې، مخکې تر دې چې کلنیک ته ولاړ شي باید ډاکټر سره د ټیلیفون له لارې په اړیکه کې شي، تر ۱۴ ورځو پورې سرجیکل ماسک ولري.
کوم کسان چې د دې ویروس له امله مړه شوي د زیاتو یې عمر له ۶۰ کالو زیات وو، په دوېمه کچه هغه کسان دي چې مخکې یې روغتیایي ستونزې لرلې لکه د زړه ناروغۍ او د شکر ناروغۍ. د دې ویروس له امله لمړی کس د چین په (Wuhan) سیمه کې مړ شو، له چین څخه بهر لمړی کس په فلپاین کې مړ شو، له اسیا څخه بهر لمړی کس د فرانسې په پاریس کې مړ شو.
د مخنیوي لپاره یې له هغو کسانو سره چې په ویروس اخته دي له نږدې اړیکې ډډه وکړئ، لاسونه په صابون مینځئ، که مو لاسونه نه وي مینځلي نو سپېږمو، خولې او سترګو کې یې له وهلو ډډه وکړئ او تل ماسک ولرئ.
کوم کسان چې په ویروس اخته دي، کلینیک ته له تلو مخکې له ډاکټر سره ټیلیفوني اړیکه ونیسئ، تر درملنې مخکې بهر مه ځئ او په کور د پاتې کېدو پر وخت له نورو جلا اوسئ. که پرنجی او یا ټوخی درتله په یوه ټوټه خوله او پوزه پوښلې ساتئ، په کور کې هر ډول کارېدونکي توکي له بل سره مه شریکوئ، او هر وخت خپل لاسونه په صابون مینځئ.
د مخنیوي لپاره د څارویو او مرغانو فارمونو ته له تللو ډډه وکړئ، د ښکار له غوښې ډډه وکړئ. تر اوسه کوم سپی او یا پیشو په دې ویروس ندي اخته شوي. نو له ازارولو یې کلکه ډډه وکړئ.
له پرنجېدو، ټوخلو، تشناب ته تللو وروسته او له خوړو مخکې مو لاسونه تر ۲۰ ثانیو پورې په صابون مینځئ، که چېرې صابون نشته وي د لاسونو مینځلو الکول لرونکې مایع له ځان سره ساتئ.
له ټوخیدو او پرنجېدو وروسته چې په کومه ټوټه یا دسمال خوله او پوزه پوښی سمدلاسه یې په کثافاتو کې پوښلې وغورزوئ تر څو نورو ته یې د خپرېدو مخه ونیسئ.
د اغوستل شوي ماسک بهر خوا په لاس مه لمس کوئ او د وېستلو پر وخت یې په ډېر تخنیک لرې کړئ له لرې کولو وروسته مو سمدلاسه لاسونه ومینځئ. د ماسک له لندېدو وروسته ماسک بدل کړئ. یو ځل کارول شوی ماسک په دوېم ځل مه کاروئ.
که چېرې په دې ویروس اخته یاستئ نو په عامه ټرانسپورټ کې له سفر کولو ډډه وکړئ، په کور کې له ژو او د کورنۍ له نورو غړو ځان جلا کړئ.
د (SARS-CoV-2) ویروس ۸۰% له (SARS-CoV-1) سره ورته والی لري. او ډېر ګمان کیږي چې د سمندري خوړو له مارکیټ څخه یې سرچینه اخیستې.
د ۲۰۲۰ کال د جنوري تر نیمایي پورې په دې ویروس زیات کسان اخته شول او له همدې په سفر بندیز ولګېده، ډیر کسان قرنطین شول، په ښارونو کې ګرځبندیزونه ولګېدل. بېلګې یې د جاپان په اوبو کې د انګلستان د کروز بېړۍ قرنطین، په چین کې تقریبا د ۷۸۰ میلیونه خلکو ګرځبندیز، د سوېلې کوریا په دایګو ښار کې داوطلبانه ګرځبندیز، د ایټالیا په لومبارډي او وېنېټو سیمو کې تقریبا د ۵۰۰۰۰ ګرځبندیز دی.
په ټرېن سټېشنونو او هوایي ډګرونو کې د خلکو د بدن تودوخې د دې لپاره وکتل شوې تر څو پرې اخته کس مالوم کړای شي. د دې تر څنګ د خلکو د مالوماتو لپاره یې علایم پوسټ شول. کوم کسان چې له چین، ایران او ایټالیا بېرته خپلو هیوادونو تلل که چېرې کوم علایم یې هم نلرل نو دوي ته د ۱۴ ورځو لپاره د قرنطین کېدو لارښوونه وشوه. د فیبرورۍ تر ۲۶ نېټې پورې په ټوله نړۍ کې ۸۱،۲۷۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي په دې کې ۹۶% په چین کې دي او نور د نړۍ په نورو هیوادونو کې دي.