تاند، پنجشنبه، د حوت ۸مه: په خوست کې د ملي بسیا بڼ په نوم د نیالګیو نهالولو کمپاین پیل شو چې د مرکز په ګډون به په ټولو ولسوالیو کې ۲۰۰ د بادامو باغونه کېنوي.
د دغه ولسي پروګرام مسوولين وايي، د بادامو دغه نيالګي، چې د خوست سوداګرو او دوکاندارانو په مالي ملا تړ یې اخيستي، په هره ولسوالۍ کې به نېږې شل باغونه ترې جوړ کړي.
د صاحب ګل فرهاد په نوم يو تن رضاکار؛ چې په دې ولسي اشر کې يې ګډون کړی وایي، په هر باغ کې به د بادامو څلوېښت نيالګي کېنول شي.
فرهاد وایي، په هره ولسوالۍ کې به له لسو نېولي تر شلو پورې باغونه جوړوي، چې دا به په درېیو کالونو کې په حاصل راځي او په دې موده کې به د یوې متخصصې کمېټې تر څار لاندې وي.
د شفيق کره په نوم د دغه ولسي اشر بل رضاکار وایي، اساسي هدف له دې پروګرام څخه په خلکو کې د وطن جوړونې فکر خورول دي.
د نوموړي په خبره، تر هغې چې په خلکو کې بېرته هغه پخوانی دود او دستور، چې له مخې به يې خپلې چارې خپله مخکې وړلې، را ژوندي نه کړو، دا ملت له بحران څخه نه وځي.
زرماييد خان؛ چې د خوست ګربزو ولسوالۍ د ميداني سيمې اوسيدونکی دی او يوه اندازه خپله شخصي ځمکه يې د بادامو باغ ته ورکړې، وايي هر افغان بايد د خپل وس په کچه د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې برخه واخلي.
د ملي بسيا بڼ په نوم د ولسي اشر دا رضاکار ځوانان او د مدني ټولنې غړي داسې مهال په دغه ولايت کې د بادامو د باغونو جوړولو لړۍ پيلوي، چې نن ورځ د “زرغون خوست” په نوم د نيالګيو کېنولو کلنۍ او کلتوري ميله هم پيل شوه، چې درې ورځې به دوام وکړي.