تاند، پنجشنبه، د حوت ۸مه: تر هغه وروسته چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وویل چې د خلیلزاد په منځګړیتوب د دولت جوړونکي او ثبات او همپالنې ټیمونو ترمنځ د جوړجاړي خبرې پیل شوي، اوس د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي، چې تر دې مهاله یې له هېڅ کوم سیاسي اړخ سره مذاکره نده پیل کړې.
ښاغلي صدیقي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې تر دې مهال یې له هېڅ کوم سیاسي اړخ سره مذاکره نده پیل کړې او ولسمشر غني د راتلونکې کابینې د رامنځته کولو په برخه کې له بېلا بېلو سیاسي اړخونو او د خلکو د استازو سره د مشورې پرېکړه په سر کې لري.
د ثبات او همپالنې ټيم لومړي مرستیال ښاغلي بابر فرهمند تر دې مخکې ویلي چې د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم او د والیانو د ګمارنو بهیر یې ځنډولی او د خلیلزاد په منځګړیتوب د عبدالله عبدلله او اشرف غني تر منځ د جوړجاړي خبرې پیل شوي دي.
تېره ورځ ولسمشر غني هم د لوړې مراسم د امریکا په غوښتنه د کب میاشتې ۱۹ مې نېټې ته وځنډول چې د خلیلزاد لخوا یې هر کلی وشو.
خلیلزاد تېره ورځ د ټوېټ له لارې وویل چې افغانستان کې ټاکنې پای ته رسېدلي، او د ټاکنو ګټونکی اشرف غني اعلان شوی دی.
نوموړي پر نورو افغان مشرانو غږ وکړ چې ډاډ ورکړي تر څو د افغانستان نوی حکومت ټول شموله وي تر څو ټول افغانان پکې ځان ګډ وویني.
Some people have no brains under their skulls, salaries are paid from donated dollars and our bread is made of donated wheat from Uzbekistan and Mr Double Abdullah is wearing tie, and suits made by Armani(New York) costs 5000-6000 dollars each at least. with donated money.
ولسمشر باید لومړی د اجراییه ریاست ټولو مشاورینو او هغه کارمندانو چی له ۲۰ زرو افغانیو زیات معاش اخیسته یوځلی تفتیش او څیړنه وشی چی پدی ۵ کالو کی یی کومه لاسته راوړنه درلوده که تنها معاش یی اخیستی او همدارنګه ولسمشر د ټولو وزارتونو او خپلواکو اداراتو له مشاروینو یا آمرینو چی له ۲۰ زرو افغانیو زیات معاش یی اخیستی څیړنه او پوښتنه وکړی چی پدی ۱۸ یا ۱۹ کالو کی کومی لاسته راوړنی درلودی
کچیری له دوی پوښتنه نه شی کولی نو بیا کله چی طالبان له دولت سره یوځای شو نو هغوی ته د یو فرمان په اساس صلاحیت او مسولیت ورکړی چی له لنډغرو او بی مسولیت او بی احساس مشاورینو او دولتی متخصیصینو پوښتنه وکړی چی په دومره پریمانه ۱۹ کاله ډالرو کی دوی کوم کار ولس لپاره کړی
همدارنګه وزارت اقتصاد، وزارت مالیه ، وزارت کار او امور اجتماعی څخه پوښتنه وکړی چی ولی لا تر اوسه د فقر او بیکاری په اړه مثبت ګام نشی پورته کولی
دا دومره ډالر چی راغلل چیرته مصرف شول او هغو لویو چارواکو چی دومره آپارتمانونه جوړ کړی کوم پلرنی ځکمه یی خرڅ کړی یا خارجی انجونو ګانو یا خارجی سفارت خانو مفت پیسی ورکړی
ترڅو ولس خاین او خادم وپیژنی ځکه اوس خاین او خادم دواړه ځانونه ملت ته ریښتینی خدمت ګاران ورپیژنی
مرګ په وطن فروشو او له افغانیت او اسلام منکر سیاسیونو او ګوندونو باندی