ډاکتر مهاتیر محمد له ۱۹۸۲څخهتر ۲۰۲۰ د مالیزیا په سیاسي ډګر کې فعال رول ولوباوه
لیکنه: نبی حبیبی – مالیزیا
د مالیزیا صدراعظم ډاکتر مهاتیر محمد خپل پاچا ته د چوکۍ څخه استعفا وړاندې کړه. مهاتیرمحمد په ۱۹۸۲ کې د خپل نفوذلرونکي ګوند (UMNO) مشر او بیا صدر اعظم شو. د ډاکتر مهاتیر ځوان شاګرد انور ابراهیم چې په مالیزیایی مسلمانانو او په تېره بیا د ځوانانو په منځ کې محبوبیت درلود، له ډاکتر مهاتیر سره اوږه په اوږه ملګرتیا کوله.
۱۹۸۲ کال – ځوان انور ابرهیم لهد UMNO ګوند سره یو ځای شو.
په ۱۸۸۳ م کال انور ابراهیم په خپل ګوند (امنو) کې د مالیزیایی ځوانانو نمایندګي کوله. او په ګوند کې وځلید او د UMNO سیاسي حزب معاونیت یې په مخ ووړ.

۱۹۹۸ کال – انور ابراهیم په دې وخت کې درې مهمې سیاسي چوکۍ په لاس کې لرلې. د مالیزیا د نړیوال پوهنتون ریاست، د مالیی وزارت، او د صدراعظم مرستیالي. خو په دې کال کې یو امریکایی پانګه وال جورج سورس د مالیزیا او اسیايي بانکونو څخه خپله پانګه وایستله چې په نتیجه کې یې ایشین فایننشل کرایسیس یا د اسیا اقتصادی بحران رامنځته شو.
۱۹۹۹ کال – انور ابراهیم د مالیې وزیر په توګه ملامت، محکوم او بیا بندي شو.
۲۰۰۳ کال – پس له ۲۲ کالو ډاکتر مهاتیر محمد قدرت پریښود او په خپله استعفا یې پارلمان حیران کړ.
۲۰۰۳ کال – ډاکتر عبدالله بدوي صدراعظم شو، او انور ابراهیم یې له بند څخه خلاص کړ.
۲۰۰۴ کال – انور ابراهیم بیا په اخلاقي جرمونو تورن او له انتخاباتو مخکې زنداني شو.
۲۰۰۹ کال – نجیب تون رزاق د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو.
۲۰۱۳ کال – کې د مالیزیا اقتصادي حالت ډیر خراب شو. نجیب تون رزاق د 1DBM په قضیه کې چې ډیر نور هیوادونه هم پکې شریک ول تورن شو. د مالیزیا کرنسۍ خپل ټیټ حد ته راغله. د مالیزیا سیاسي مشران د ډاکتر مهاتیر محمد ته لاس په ګریوان شول او ځینې ویې غوښتل چې د مالیزیا سیاسي او اقتصادی حالت له بحرانه وباسي. سیاسي مشرانو ورځنې خواهش وکړ چې د نجیب تون رزاق د حکومت څخه هم ورته نجات ورکړي. ډاکتر مهاتیر محمد په دې پوه وو چې د دې کار لپاره باید اول پخپل لاس جوړ کړی پخوانی UMNO ګوند تقسیم کړي. او انور ابراهیم بیرته پخلا کړي.
۲۰۱۵ کالکې د نجیب تون رزاق حکومت لخوا انور ابراهیم په نوي قضیه کې تورن او زندان ته استول کیږي.
۲۰۱۶ کال – ډاکتر مهاتیر محمد له خپل پخوانی سیاسی حزب UMNO څخه رسما استعفا ورکوي.
۲۰۱۷ کال – ډاکتر مهاتیر محمد او انور ابراهیم د یو سیاسي تفاهم په مټ یو سیاسي ګوند د هره پن پکتکن یا HP په نوم ایجاد کړ. انور ابراهیم د ډاکتر مهاتیر لخوا بیرته قدرت کې د شریکېدلو او د صدراعظمۍ چوکۍ ته د رسیدلو ډاډ ورکوي. په دې سیاسي تړون کې ډاکټر مهاتیر محمد د مالیزیایی مسلمانانو په منځ کې یو ځل بیا محبوبیت پیدا کوي. هاغه محبوبیت چې د انور ابرهیم په قضیه کې یې له لاسه ورکړی.
۲۰۱۸ کال – کې ډاکتر مهاتیر محمد د مې په ۹ مه د مالیزیا نوي سیاسی ایتلاف چې د هره پن پتکن HP په نوم ایجاد کړی وو، UMNO د مالیزیا قوي دولت جوړونکي حزب ته انتخاباتو کې سخته ماتې ورکړه.
۲۰۱۹ کال – پاچا انور ابراهیم ته بښنه اعلان کړه.
۲۰۲۰زمریز کال – داکټر مهاتیر محمد انور ابراهیم ته د صدراعظمۍ لاره هواره کړه. پاچا ته یې استعفا وړاندې کړه او ملت یې د نجیب تون رزاق چې حکومت یې په فساد تورن کړی و، نجات ورکړ.