تاند- شنونکي له طالبانو سره د امریکا د تړون له لاسلیکه وروسته پر خپلو ژمنو د طالبانو د درېدو او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په صورت کې په ټولنه کې د طالب جنګیالیو ادغام ستونزمنې او پېچلې مسلې ګڼي.
کتونکي وايي، امریکا له طالبانو سره د سولې موافقې ته خوشبینه ده، خو لا هم له امنیتي ستونزو او په افغانستان کې د وسله والو له خطر سره مخامخ ده.له اتلس کلنې جګړې وروسته له دې هیواده د ځواکونو له ایستلو رانیولې د وسله والو کسانو تر بې وسلې کېدو پورې د سولې لار له لوړو ژورو ډکه ښکاري.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ژمنه کړې چې په افغانستان کې به امریکا لا هم قوي استخباراتي حضور ولري چې له افغانستانه پر نوره نړۍ د تروریستي برید د هڅې مخه ونیسي.
د متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د چهارشنبې په ورځ د کانګریس د غړیو د پوښتنو په ځواب کې له دې سره سره چې خطرونه یې تایید کړل، د سولې د موافقې ملاتړ وکړ.
ده وویل«زه له طالبانو سره د تړون د لاسلیک ملاتړ کوم. دې ته په پام چې طالبان ښه پېژنم؛ له دوی سره به خپل استخباراتي معلومات شریک نه کړم.»
له طالبانو سره د سولې په تړون کې، چې ټاکل شوې ده د راروانې شنبې په ورځ په دوحه کې لاسلیک شي، امریکا د دوبي تر پایه له افغانستانه د خپلو شاوخوا ۱۲ زره پوځیانو د یوې برخې د ایستلو ژمنه کړې ده.
په پیل کې به شاوخوا ۸۶۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي او د نورو وتل به له دې سره تړلي وي چې د افغانانو ترمنځ سیاسي خبرې نتیجه ورکړي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پوځي چارو متخصصان وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل به هغسې وي لکه څرنګه چې تېر کال له سوریې ووتل.
خو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو به زیات وخت ووځي او پوځي سرچینې وايي چې د پاتې ځواکونو د ساتنې لپاره به د پوځیانو د ایستلو بهیر تدریجي او په احتیاط وي.
یوې پوځي سرچینې، د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، د دې کار هدف دا دی چې په افغانستان کې پر پاتې امریکايي پوځیانو د طالبانو، القاعده او نورو ډلو له لوري بریدونه ونه شي.
د امریکا د لوی درستیز پخوانی سلاکار کارټر مالکاسین وايي، که امریکايي پوځیانو مخکې تر دې ووځي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه وشي، وضعیت کېدای شي ډېر خراب شي.
مالکاسین د بهرنیو اړیکو په شورا کې یوې غونډې ته وویل، که د حکومت او طالبانو له موافقې مخکې امریکايي پوځیان ووځي طالبان به داسې وانګېري چې انډول د دوی په ګټه بدل شوی او پر موافقې به سترګې پټې کړي.
و د پالیسۍ لپاره د دفاع پخوانی مرستیال وزیر مایکل فلورنای وايي، د دې لپاره چې له طالبانو سره تړون د امنیتي ضمانتونو پر اساس کېږي، دوی مجبوره دي چې خپل وسله وال کنټرول کړي.
له سولې وروسته بله ستونزمنه مسله به په ټولنه کې د وسله والو کسانو د ادغام څرنګوالی وي ځکه چې اکثره کسان، چې وسله یې په لاس کې ده، په جګړه کې لوی شوي او له جګړې پرته له عادي ژوند سره بلد نه دي.
د بوش او اوباما د حکومتونو په مهال د افغانستان د چارو سلاکار جېمز دوبینز فرانس پریس ته ویلي، په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره لازمه ده چې طالبان په افغان امنیتي ځواکونو کې جذب شي او دا اسانه کار نه دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو په خپل وروستي راپور کې ټینګار کړی د وسله والو ادغام هومره سخت او پېچلی دی لکه څومره چې د افغانستان جګړه اوږده او پېچلې ده.
سوپکو د شاوخوا ۶۰ زره طالبانو د ادغام لپاره د امریکا مالي مرستې او د بیارغونې پراخ پروګرام ضروري بللی دی.