تاند، جمعه، د حوت ۹مه: طالبانو د افغان حکومت هغه ادعا رد کړې، چې د طالبانو د سیاسي دفتر په مکررو غوښتنو يې د مقدماتي خبرو لپاره يو پلاوی دوحې ته لېږلی دی.

په دې هئت کې د امنيت شورا په استازيتوب سالم شاه ابراهيمي، د سولې د وزارت معين تورن عبدالخالق بالاکرزی، د عدلې وزارت معينه مېرمن عادلي، د بهرنيو چارو د وزارت استازی فيض الله زکي، د حج اوقاف وزارت معين مولوي مظفري، د افغانستان د محابسو د تنظيم مشر توتاخيل شامل دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق صديقي رسنيو ته ويلي، د طالبانو د مکررو غوښتنو له امله حکومت د قطر پلازمېنې دوحې ته پنځه کسيز پلاوی لېږلی، تر څو له طالبانو سره مقدماتي خبرې وکړي، خو طالبانو دا څرګندونې رد کړي دي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين رسنيو ته ويلي، دوی له کابل حکومت څخه کومه غوښتنه نه ده کړې او که امريکا بلنه ورکړي وي، دوی ترې نه دي خبر او نه به هم ورسره خبرې وکړي.

ښاغلي شاهين زياته کړې، چې له امريکا سره د شوې هوکړې پر اساس مخکې ځي، سبا شنبه د فبرورۍ په ۲۹مه به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي، تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيليږي، خو د مذاکراتو تر پيل مخکې به د باور جوړونې فضا رامنځته کيږي.

د ښاغلي شاهين په وينا د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به له حکومتي زندانونو پنځه زره طالب بنديان خوشې کيږي او دوی به هم زر حکومتي عسکر خوشې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *