تاند، جمعه، د حوت ۹مه: د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارک ميلي د کانګرس استماعیه غونډې ته ویلي، د ټولو اندېښنو سربېره له طالبانو سره د سولې تړون د لاسليکېدو پلوي کوي.
جنرال مارک ميلي، د امريکا کانګرس ته وويل، له طالبانو سره په مشروط ډول د سولې تړون د لاسلیکيدو ملاتړ کوي او دوی پوهيږي، چې طالبان په افغانستان کې څومره وړتيا لري.
جنرال ميلي زياته کړې، چې د سولې تړون د لاسليکيدو سربېره هم د دې پلوي نه کوي، چې راتلونکي وخت کې له طالبانو سره استخباراتي شراکت وشي.
تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين او يو شمېر نورو چارواکو هم له طالبانو سره د سولې تړون لاسليکېدو ته خوشبيني ښودلې او وايي، چې ډېر ژر به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.
ولسمشر ټرمپ ويلي وو، چې د سولې تړون له لاسلکيدو وروسته به خپل عسکر له افغانستانه وباسي او د لومړي ځل لپاره به نږدې ۵ زره امريکايي عسکر د افغانستان خاوره پرېږدي، خو دوی به استخباراتي حضور وساتي او که طالبانو سرغړونه وکړه بیرته به یې په شدت وځپي.