تاند، جمعه، د حوت ۹مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر او د ناټو عمومي سرمنشي یانس سټولټنبرګ سبا شنبه کابل ته راځي تر څو له افغان دولت سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو په اړه د تجدید نظر ګډه اعلامیه صادره شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه تاند ته وویل، په قطر کې د سولې د تړون له مراسمو سره هم مهاله به په کابل کې د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي له ولسمشر غني سره وویني او په یوه ګډه اعلامیه کې به له افغان دولت سره د نړیوالو ژمنو په اړه خبر ورکړي.
صدیق صدیقي زیته کړه د سولې تړون به په افغانستان کې د ثبات لپاره یو مهم ګام وي چې افغاني مذاکراتو ته به لار هواره کړي.
ټآکل شوې چې سبا ته په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون هم د خلیلزاد او ملا برادر لخوا لاسلیک شي چې په اړه یې د طالبانو سیاسي ویاند سهېل شاهین وايي، دغو مراسمو ته د دېرشو هېوادونو ځانګړي استازي، د باندنیو چارو وزیران او د معتبرو سازمانونو غړي ور غوښتل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن شپه ۱۲ بجې له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ پای ته رسېږي چې په اړه یې ارګ او امریکا دواړو رضایت ښودلی دی.