تاند، جمعه، د حوت ۹مه: د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب افغان ځواکونه د سولې او جګړې اتلان بللي او زیاته کړې یې ده چې له نړیوالې ټولنې او ناټو سره به د دوی د پياوړتیا لپاره هڅې روانې وي.
ښاغلي محب د سرتېرو د ملي ورځې د کب د نهمې په مناسبت خپل پيغام کې ویلي، چې طالبانو د افغان ځواکونو د سرښندونو له برکته له جګړې لاس اخیستی او د سولې لار یې نیولې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې په تېرو څو کلونو کې افغان ځواکونو ۹۴ سلنه عملیات پخپله ترسره کړي دي او تېر کال یې د طالبانو له منګولو اته ولسوالۍ ایستلې دي: (( تېر کال په امنیتي ځواکونو کې اصلاحات ګټور وو او د امنیتي ځواکونو لپاره لا ګټور پلانونه تر لاس لاندې دي.))
ښاغلي محب همدا راز ټینګار کړی چې د امنیتي ځواکونو لپاره پرمختللي تجهیزات او ټکنالوژي برابرول د حکومت لومړیتوب دی چې په راتلونکو کلونو کې به ورته له ناټو سره په ګډه کار وکړي.
بلخوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم پولیسو ته د سرتېري د ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، هیڅ مافیاوي کړۍ او ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې د پولیسو د اقداماتو پر وړاندې خنډ وګرځي.
افغان حکومت تېر کال په امنیتي او دفاعي لیکو کې اصلاحات خپل لومړیتوب ګرځولی و چې تر دې دمه یې د پولیسو لپاره د غوښې تر ټولو لوی قرارداد چې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ اختلاس په کې کېده افشا کړی او ۲۱ کسان یې په تړاو نیول شوي دي، همدا راز د دفاعي ځواکونو په لیکو کې هم د قراردادونو د ارزونې په برخه کې له څو کلونو راهیسې نږدې ۳ میلیارده افغانۍ سپما شوې ده.
تاسي زموږ د خاوري ننګ او ناموس ساتونکي زموږ سر لوړي او وياړان ياسته
تاسوته سلام کوم ژوند ژوند ژوند