تاند، جمعه، د حوت ۹مه: د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیره فردوس عاشق وايي، د شنبې په ورځ د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون به په اصل کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان بریا وي.

نوموړې پر ټویټر باندې په خپلو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، عمران خان تل د ډیالوګ پلوي و او که په وینا یې افغان سوله وشي، نو دا به د عمران خان د مؤقف بریالیتوب او د پاکستاني پوځ د بې مثاله نقش او نفوذ ښودونکې وي.

نوموړې ویلي، پاکستان په سیمه کې د ثبات او سولې لپاره مثبت رول لوبوي، خو په یو بل ټویټ کې نوموړې بیا د طالبانو د ویاند هغه خبره رد کړې چې د شنبې په ورځ د سولې د تړون مراسمو ته به د ۳۰ هېوادونو استازي ورځي.

نوموړې ویلي، دغو مراسمو کې د ۷ هيوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ۵۰ هېوادونو استازي ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل پر طالبانو د پاکستان د نفوذ په اړه څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي چې طالبان باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

کابل همدا راز په دې وروستیو کې نیوکه کړې وه چې پاکستان ملا برادر د خپلو ګټو لپاره خوشې کړی دی او باید کابل ته دا ژمنه ورکړي چې ترهګرې ډلې به نورې نه ورپسې روزي او همدا راز به د سیمه ییز امنیت په اړه تفاهم ورسره کوي.

One thought on “پاکستانۍ وزیره: د طالبانو او امریکا تړون به اصل کې د عمران خان بریا وي”
  1. مخکی لدی زیاتره پاکستان مشرانو د افغان دولت په اړه او همدارنګه د طالبانو سره اړیکو په اړه ډول ډول خبری کړی مګر تیر اسد میاشت کی پاکستانی وزیر ویلی وو پر کابل د طالبانو بریا د پاکستان بریا ده

    ځکه اوس د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیره فردوس عاشق وايي، د شنبې په ورځ د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون به په اصل کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان بریا وي.

    http://www.taand.com/archives/132705
    پاکستانی وزیر: پر کابل د طالبانو بریا د پاکستان بریا ده

    په پارلماني چارو کې د پاکستان د حکومت وزیر علي محمد خان وايي، په افغانستان کې د طالبانو بریا به د پاکستان بریا وي.

    نوموړي د پاکستان جیو نیوز ټلویزیون سره په یو ګردي مېز کې د حامد میر دې پوښتنې ته په ځواب کې کړې ده چې ایا د کشمیر لانجه د افغانستان د لانجې په حل پورې مشروطه کړای شي که نه؟

    نوموړي ویلي، کشمیر به ډېر ژر د پاکستان برخه وګرځي او هلته به د پاکستان دوه رنګه بیرغ ورپول شي، خو په افغانستان کې د طالبانو بریا هم د پاکستان بریا ده.

    علي محمد خان د پاکستان د کابینې پښتون وزیر دی چې په غبرګون کې یې پښتون نیشنلیسټ افراسیاب خټک په خپل ټویټر لیکلي، موږ تل دا خبره کړې ده چې د پاکستان پوځي ادارې په افغانستان کې د ستراتیژيک عمق هڅه کوي او دا خبره یې اوس یو لاسپوڅي وزیر هم منلې ده.

    دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د نواز شریف ورور شهباز شریف هم ویلي وو چې داسې نه شي کېدای چې افغانستان کې دې د سولې جشنونه وي او کشمیر کې دې وینې بهېږي.

    دا په داسې حال کې ده چې فارن پالیسۍ امریکايي ورځپاڼې هم ویلي، هند کشمیر ځکه په خپله خاوره ورګډ کړ چې دا هېواد افغانستان کې د پاکستان په خوښه د یو ترهګر حکومت له راتلو څخه په ویره کې دی او غواړي کشمیر وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *