تاند، جمعه، د حوت ۹مه: افغانستان او ازبکستان یو تر بله په صادراتو د ګمرکي تعرفې کمولو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د رېل ادارې په یوه خبرپاڼه کې تاند ته ویلي، دغه تړوند ریل ادارې سرپرست یما شمس او د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر غني عوف تر منځ لاسلیک شوه چې د له مخې به یې ازبکستان د حیرتان- مزارشریف له لارې په افغاني صادراتو باندې ګمرکي تعرفه له ۳۰ څخه تر ۵۰ سلنې په پورې راکمه کړي.

خبرپاڼه وايي، د ازبکستان له لارې نړیوالو بازارونو ته تېرېدونکو افغاني صادراتو څخه اوسمهال ۵۰۰ ډالر تعرفه اخیستل کېږي، خو له دې وروسته به افغاني صادراتو څخه د ټرانزیټ یا حق العبور پيسې نه اخیستل کېږي.

د افغانستان د رېل اداره وايي، له دې وروسته به ازبکستان هم د ډبرو سکرو صادرات د افغانستان له لارې پاکستان ته پیل کړي چې افغانستان به ورسره بشپړه مرسته او همکاري کوي: (( ټاکل شوې چې ازبکستان په ۲۰۲۰ کال کې اته زره ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته انتقال کړي.))

افغانستان او ازبکستان ګاونډي هېوادونه دي چې په دې وروستیو کې یې له کابل سره د سولې په برخه کې د همکارۍ تر څنګ سوداګریزه راکړه ورکړه هم ډېره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *