تاند، جمعه، د حوت ۹مه: ولسمشر غني د سرتېرو د ملي ورځې د کب د نهمې په ویاړ امنیتي ځواکونو او د هغوی کورنیو ته مبارکي ویلې ده.
ولسمشر ویلي، باور لري چې افغان ځواکونه به لکه څنګه یې چې د جګړې په ډګر کې د دښمن پر وړاندې میړانه ښودلې، د هیواد ساتنې ته دوام ورکوي او د سولې پروسه به هم د خلکو له ارمانونو سره سمه بریا ته رسوي.
ولسمشرغني ویلي، د ملت د خادم په توګه یې کلک دریځ نیولو او د افغان ځواکونو میړانې په هیواد کې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړې ده: (( افغان ځواکونه د اساسي قانون ساتونکي، د ملي یووالي او ملي اقتدار ساتونکي دي، له همدې کبله د دوی د میړانې له کبله دښمن خپلو تعین کړیو اهدافو ته ونه رسېدلای شو.))
ولسمشر امنیتي ځواکونو ته په پیغام کې ویلي، چې د دوی د هڅو له کبله ۱۰ ولسوالۍ له دښمن پاکې شوې دي او د افغان دولت تر حاکمیت لاندې راغلي دي: (( ټول ملت له تاسې څخه د ملاتړ برخه کې اجماع لري، تاسو په ټاکنو کې د امنیت په ټینګولو سره وښودله چې بې طرفه یاست او د هر افغان وګړي پورې اړه لرئ.))
ولسمشر زیاته کړې چې افغان ځواکونه پراخ حکومتي او نړیوال ملاتړ لري او د تمویل، تجهیز او روزنې لپاره به یې راتلونکو کلونو کې لا زیات پروګرامونه پلي شي.
د کب ۹مه په ټول هیواد کې د سرتېرو د ملي ورځې په نوم یادېږي چې سږ کال هم دا ورځ په ټول هیواد کې په پراخه دولتي او ولسي کچه ونمانځل شوه.