تاند، جمعه، د حوت ۹مه: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د هند د باندنیو چارو وزارت له مرستیال هارش وردن شرینګلا سره د افغانستان پر سوله او د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو غږیدلی دی.

حمدالله محب په دې لیدنه کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو په اړه وویل، له پلان سره سم به دا ځواکونه تر ۲۰۲۴ پورې په کامله توګه پر خپلو پښو ولاړ وي.

محب زیاته کړه، افغان حکومت د سولې خبرو ته لازمه امادګي لري، خو په وینا یې مهمه ده چې له دې فرصت څخه طالبان او د هغوی ملاتړي سمه ګټه پورته کړي، څو ضایع نشي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دې لیدنه کې ویلي، چې هند د افغانانو په مالکیت، مشرۍ او کنټرول د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او هیله لري، چي په دې برخه کې پیل شوې هڅي نتیجه ورکړي.

هغه وویل، چي هیواد یې د افغانستان له حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او اماده دي، چئـد کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي مرستي وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *