څراغ

ما بیګا په کور کې څراغ بل نه کړ

ستا یاد مې ملګری تر سحره و

۷/ ۱۱/ ۱۳۸۹

کابل- وزیراکبرخان مینه

د ځان غم

دلته خو د ځان له غمه مړه دي ټول

زه په دغو خلکو کې ځای نه لرم

 ارګ ۲۵/ ۱/ ۱۳۹۰

عذر

له ما ګیله مه کوه

چې ښکلې سترګې دې ستایلی نه شم

دژوند ښکلا درته ښودلی نه شم

زه د یو داسې قام شاعر یمه چې

سپرلي ته وایي په دې لار مه راځه

اختر یې نه وي، د روژې میاشتې ته ګوتې شمیري!!!

      ۵/ ۵/ ۱۳۹۱

کابل- وزیراکبرخانه مینه

 

ژوند ښکلی دی؟

مور چې درسره وي ژوند معنا لري

څوک وایي چې ژوند بې موره ښکلی دی

۸/ ۳/ ۱۳۸۸

کابل- څارندوی مینه

د کرکې اور

دلته به مینه وه، سندرې وې او شور و دلته

همدغه خلک مینه ناک وو، نه چې نور وو دلته

خندا، خوښي مینه یې یو ځای لولپه کړل دلته

دا څوکلونه بل د کرکې، کینې اور و دلته

اوس یې وکیل دی، اوس رهبر دی، اوس یې شاته روان

د چا له لاسه چې ترې ورک د تیښتې لور و دلته

دښار امیر په هغه ځای کې اوس ماڼۍ جوړه ده

له جګړې مخکې چې د چا دمینې کور و دلته

وطن مې نه و، خو پر ما باندې ډیر ګران و، ځکه

ذهن ارام و، پکې ستا د عشق انځور و دلته

۲۳/ ۸/ ۱۳۹۰

کابل- شیرشاه مینه

ازمايښت

هسې مې دا ستا په خوا در وکتل

وګورم چې ژوند کې هم خواږه شته دي؟

۴/ ۱۰/ ۱۳۸۹

کابل- وزیراکبرخان مینه

درد

څومره درد ویني یو انسان له بل انسانه څخه

دا ولې نه اوري ډبرې له آسمانه څخه

دلته د هرچا په څیره د مرګي وږم پروت دی

لکه چې نوي خوښي شوي وي زندانه څخه

 

 

اعتبار

موږ اعتبار کاوه په لمر د مازدیګر تر اوسه

چې بې څراغه په تیارو کې کړو سفر تر اوسه

نورو په نورو سيارو کې آبادي پيل کړې

خو داسې ښکاري چې پښتون نه دی خبر تر اوسه

په اولادونو باندې غواوې پیایي، درس نه لولي

د عزت شی ګڼي زیاتره مال و زر تر اوسه

چې یې ددوی په وینو لوړې ماڼۍ جوړې کړلې

دغه سړی دی د هغو خلکو رهبر تراوسه

نور صندوقونو ته روان و، چې پاچا وټاکي

پښتون ویل د ملک پاچا خو دی ظاهر تر اوسه

روان دی خدای خبر دا ځل د چا سرونه راوړي

جنګ ته روان په څه خبر نه دی لښکر تراوسه

زما په لیدو دې زلفې یو طرف ته واړولې

له هغې ورځې ځان ته وایمه سحر تراوسه

تسلي

ته د ژوند غمو نه ولې ستړی یې

مور خوبه لرې،

              ښه ورته وژاړه!!!

۴/ ۶/ ۱۳۸۳

کابل- وزیراکبرخان مینه

مينه کې څومره فرق وي

زه يې په زور له ميکدې وايستم

او ته په خپله خوښه

له هغې ښکلې کعبې بيرته راغلې

نو

زاهده ووايه اوس

زما او ستا مينه کې څومره فرق دی؟

22\7\1372

علم گل سحر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *