تاند (شنبه، د حوت ۱۰) د بېلابېلو هیوادونو استازي او چارواکي د جمعې په ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېدل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.

د یو پي آی خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د ۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ۵۰ نورو هیوادونو استازي نن په دوحه کې په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

د دې موافقې د لاسلیک لپاره یو اساسي شرط دا و چې د اورکم (د تشدد د کمېدا) اوونۍ بریالۍ شي. پرون (جمعه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامبیو د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو په مهال تایید کړه چې د اورکم اوونۍ په لړ کې تشدد خورا کم شوی و.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145343

یو پي آی خبري اژانس وايي، ټاکل شوې ده چې د امریکا او طالبانو موافقه په دوحه کې د طالبانو په دفتر کې لاسلیک شي.

پرون (جمعه) د مختلفو هیوادونو پلاوي قطر ته ورسېدل.

له دې جلا په پام کې ده چې د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر او د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې ګډه اعلامیه اعلان کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون وویل«سبا د افغانستان او افغانانو لپاره مهمه ورځ ده، دا لوی فرصت دی. افغانستان د سولې او پخلاینې خوا ته روان دی. نو، سبانۍ ورځ د افغانانو ترمنځ د خبرو لار هوارولی شي.»

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وویل«موږ تر هر څه وړاندې غواړو چې خوشبینه واوسو، بې له شکه موږ د سولې د پروسې هرکلی کوو. موږ له افغانانو سره خورا نژدې بشري، کلتوري او اقتصادي اړیکې لرو.»

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاسلیکه وروسته به افغانان په خپل منځ کې روغه جوړه وکړي او که لا به هم د واک پر سر جګړه دوام وکړي.

طالبانو پخوا ویلي چې که بهرنیان وتلو ته تیار شي د افغانانو ترمنځ ستونزه حل کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *