تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د غزني ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې يې د طالبانو له منګولو څخه ۲۹ مسافر ژغورلي دي.
د غزني د والي له دفتره تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو دغه ۲۹ تنه مسافر د کابل- کندهار پر لار له موټرو ښکته کړي او د مقر ولسوالۍ له لړم سیمې څخه یې لېږدول چې د پولیسو لخوا یې مخه نیول شوې او تر یوې لنډې نښتې وروسته یې ټول مسافر ژغورلي دي.
خبرپاڼه وايي، په دې نښته کې چاته زیان نه دی اوښتی او مسافر د مقر ولسوالۍ مرکز ته روغ رمټ انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه له طالبانو سره د اورکم یا نسبي اوربند موده پای ته ورسېده او نن به د په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون له لاسلیک وروسته د تاوتریخوالي د کموالي بل پړاو پيل شي.