تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د اورکم په اوونۍ کې د کابل او هیواد په صرافۍ بازارونو کې د ډالرو بیه نږدې درې افغانۍ راپرېوتې ده.
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند هاشم روضه یي تاند ته وايي، د اورکم د اوونۍ په لومړیو ورځو کې یو ډالر په ۷۶.۸۰ افغانۍ تبادله کېده خو اوس د اوونۍ په پای کې یو ډالر ۷۴ افغانیو ته رالویدلی دی.
همدا راز د افغانستان بانک د نرخونو لیست هم ښيي چې تېره اوونۍ په لومړیو کې یو ډالر په ۷۷ افغانۍ پلورل کېده خو په اخره کې یې بیه ۷۵ افغانیو ته لویدلې ده.
د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال تاند ته منلې چې د افغانیو بیې په لوړېدو دي.
نوموړی وايي، دا سلسله په ختیځو ولایتونو کې د کلدارو د مخنیوي کمپاین له پيله شروع شوې ده او د افغانیو بیه هره ورځ د ډالرو او کلدارو په مقابل کې په لوړېدو ده.
نوموړی همداراز وايي، په وروستیو کې له افغانیو څخه په بازارونو کې استفاده زیاته شوې ده او د خارجي اسعارو بیې به تر دې هم زیاتې راولوېږي.