تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: اجرائیه ریاست وايي، د ناروې د باندنیو چارو وزارت یو وار بیا ډاډ ورکړی دی چې د افغاني مذاکراتو کوربه توب ته چمتودي.

له اجرائیه ریاست څخه په دې اړه تاند ته استولې خبرپاڼه کې د ناروې د د باندنیو چارو وزارت مرستیال اودن هالورسن له قوله ویل شوي چې دوی او جرمني د پخوا په څیر بیا هم چمتودي چې د سولې د افغاني مذاکراتو کوربه توب پر غاړه واخلي.

اودن هالورسن، له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي، ټول مذاکره کوونکي لوري باید له بدلونونو سره په تدبیر برخورد وکړي او د سولې لاسته راغلیو فرصتونو څخه ګډه استفاده وکړي.

ناروې تر دې پنځه میاشتې وړاندې هم د سولې د خبرو د کوربه توب لپاره چمتووالی ښودلی و او دا ځل یې هم په داسې حال کې د افغاني مذاکراتو د کوربه توب اخیستو غوښتنه کړې چې نن ټاکل شوې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځه هوکړه لاسلیک او بیا افغاني مذاکرات ترې لس ورځې وروسته پيل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *