تاند-  د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په نیمه پایلوبه کې نن په متحده عربي اماراتو کې د نیپال ټیم ته په اوو ویکټونو ماتې ورکړه. دا په داسي حال کې ده چې ۳۴ توپونه یې لا لرل.

دې بریالیتوب د افغانستان ملي لوبډأه د روان ټورنمنټ پایلوبې ته ورساوه.

لوبه یا بیټنګ نیپال پیل کړ. دغه ټیم په شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۹۰ منډې جوړې کړې خو افغان لوبغاړو نسبتاً په اسانۍ په څوارلسم اور کې د درو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې هدف پوره کړ.

په نننۍ مسابقه کې نوروز منګل د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې وکړې. ده په ۳۴ توپونو ۴۸ منډې جوړې کړې. سمیع الله شینواري په ۴۷ توپونو په داسي حال کې چې ترپایه ونه سوځېد ۲۴ منډې وکړې.

په بالینګ کې سمیع الله شینواري ۳، دولت ځدراڼ ۲ او عزت الله دولتزي ۲ نیپالي لوبغاړي وسوځول.

په نننۍ لوبه کې محمد شهزاد د معمول خلاف ژر وسوځېد. ده په ۴ توپونو ۵ منډې وکړې. کریم صادق هم په ۱۷ توپونو ۵ منډې جوړې کړای شوې. نور علي ځدراڼ بیا یوازې یوه منډه وکړه.

ګلبدین نایب، چې ترپایه ولوبېد، په ۷ توپونو ۱۲ منډې جوړې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *