سپینې کوترې ، له ســــــــپرلیو سره هم رانغلې
سترګې مې تتې شوې ، له ډیره انتظاره ښار کې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاعري د ځان ، زړه او ټولنې کیفي او عاطفي ترجماني ده . او دا هغه چاره ده چې د هر بنیادم د وسې کار نه دی ، یواځې هغه بنیادمان دا چاره شونې کولی شي ، چې رنګین تخیل، د ټولنې ژوره مشاهده ، له عاطفې ډک زړه ، ویښ ضمیر ، بیدار احساسات ولري ، ترڅنګ یې د الهام د ښاپیرۍ سره د انډیوالۍ تار ولري او ژبه یې د شعر له ټولو خوږو او رنګینیو مالامال وي .
زمونږ ملګری شاعر ، عزت الله شمسزی هم یو له هغه کسانو دې چې پورته ځانګړنې لري او تر اوسه یې دشعر درې ټولګې چاپ شوي دي . نن مونږ د نوموړي د شعر د ناوې له مخ پلو پورته کوو، او په ګډه یې د حسن د خد او خال ننداره کوو:
د شمسزي په دریمه شعري ټولګه ( ژوند چې شین شي له خندانه ) خپل داخلي کیفیات ، د مینې احساسات، د جمال د نندارې ما قبل او ما وارا مناظر او د ټولنې لوړې ژورې د شعر په خوږه ژبه بیان شوي دي او هڅه پکې شوې ده چې د پیښو او تجربو په اغیز کې مو له ځان سره ګډ کړي چې همدا د شعر اصلي توکي او رسالت دی .
شمسزي د افغانستان په ترخه چاپیرچل کې شپې کړې دی او له پیښو یې اغیزمن شوې ، خو ددې په ځای چې یواځې د یو غمځپلي وګړي په توګه د روان مایوسونکي حالت مرثیې وکړي ، د یو ټولنیز ډاکټر نقش لوبوي او مونږ ته هیله او امید رابښي . او په همدې وخت کې د یو ښه شاعر همدا ځانګړنه ده چې ټولنې ته امید ورکړي ، په خوله یې خندا راولي او ګاندې ته یې هیله من کړي . شمسزی صیب وايي :
داسې غمجن به اوربلونه تر قیامته نه وي
لږ صــــبر وکړه د ګلونو لښکر لاره کې دی
ښاغلی شمسزی اوس مهال له هیواده د باندې د پردیسۍ ژوند تیروي ، خو نا هیلې نه دی ، البته ځینې پوښتنې ورسره شته، ځکه خو وايي :
هیلې شته امن به راشي ، جنګلیالي له غـــرو کوزیږي
له سیــــــنې خلاصوي زغرې ، بیرته تلی شو او کنه
د پیاوړي شاعر یو ځانګړنه داده چې خپلو داخلي کیفیتونو ته ژبه ورکړي ، مجسم یې کړي ، خپل داخلي احساس له نورو سره شریک کړي، خپلې شخصي تجربې پراخه کړي او نور له ځان سره پکې ګډ کړي . او شمسزی صیب دغه کار ډیر په بریا ترسره کړې دی . نوموړي د بیلتانه په په شیبو کې د تنهاۍ ، او نا ارامۍ کیفیت داسې بیان کړې دی.
—————————-
ته چې شې رایاده ، روح مې داسې نا ارامه وي
ته وا لکه څوک اتشفشان په څپو راولي
ــــــــــــــــــــــ
نن مې تنهايي تشه کوټه کې ځاییدله نه
نشته داسې څوک چې مروره درخو راولي
ــــــــــــــــــــــــــــ
زړه کې مې اور بلیده ، سترګو کې ډیوې شمزیه
په دې کړاو یې له کمڅو نه راتیر شوې یمه
البته د یادونې وړ ده چې شمسزی یواځې د بیلتانه او تنهايي کیفیت نه دی بیان کړی ، البته د وصال کیفیتونه یې هم په خوندور انداز بیان کړي دي . ځکه خو وايي چې:
هوا سړه وه ، لاس مې ورکړ ، دهغې په لاس کې
ته وا څوک ونغاړي ، لاسونه د لمبې په لاس کې
د حسن او جمال ننداره او ستاینه بیا د شاعرۍ اصلي زړی دی ، بلکي ویلی شو حسن او دحسن سره عشق د شاعرۍ سرچینه ده ، همدا وجه ده چې د شمسزی شاعري له د جمال له ذکر فکر ، نندارو او ستاینو ډکه ده ، دنمونې په توګه :
نوې کرشمې به پکې وګورې
حسن ته په نوي نظر وګوره
او یا داچې :
ښکلې ! راغلې یمه ستا د کمڅو پړي پسې
عشق ته وردانګمه په خپل زړه اوبو وړي پسې
په مینه کې د اقرار او انکار د وخت حالت او نتیجه د پخوانۍ او اوسنۍ شاعرۍ مهم توکی دی ، او که مبالغه نه وي ، ټوله مینه هم په دغه اقرار او انکار ولاړه ده . ځکه خو خاطر افريدي ويل چې:
ښه شوله ډیره چې انکار دې وکړو
زما د واړه ژوندون کار دې وکړو
خو شمسزی صیب تر انکار وروسته د جسمي افراتفرۍ ، او اروايي پریشانۍ دغه حالت په ډیر عجیب ډول مجسم کړی دی . ځکه د زړه تباهي یې له چاودنې وروسته ویجاړې ښاریې سره تشبیه کړې ده . وران ویجاړ ، دیوالونه ، د اور لمبې ، لوګي ، سوې غوښې او د ژوند د نښانو ورکیدا . شاعر په عین حال کې چې د خپل زړه حال بیانوي ، مونږ ته زمونږ د چاپیریال یوه ژوندۍ غمیزه هم بیانوي ، او رومانیت له درد سره غاړه غړۍ کوي . نوموړی وايي :
راشه لږ مې زړه تر خپل انکاره وروسته وګوره
حال د دغه ښار تر انتحاره وروسته و ګوره
له خپلو خپلوانو ، دوستانو او په ځانګړې توګه له زړه ته نږدې شخص څخه د بیلتانه د ګړۍ د منظر کړاو هغه مقام دی چې ټول انسانان له یو عجب کشمکش سره مخ کوي . ځکه یو لور ته د ژوند ضرورتونه ، یا د ټولنې محدودیتونه وي او بل لور ته زړه ته نږدی شخص . د دغه حالت منظر کشي شمسزی صیب په لاندې شاعرانه تشبیه ممکن کړې ده .
یار په مخه ښه کې په سلګیو غاړه راکړله
ته وا په لویدلي دیوال وغورځیږی بل دیوال .
یو بل ځای وايي :
لکه زخمي اسیر په منځ کې د لښکر روان وي
د یار له غیږې چې څوک چیرته په سفر روان وي
د بیلتانه د ګړۍ د پښتني روایت منظر بیا داسې کاږي:
زه چې راتلم ، تاچې اوبه راپسې وشیندلی
د بیلتانه هغه تصویر مې د زړه کور اوبه که
حسن تعلیل د شاعرانه بیان یو ه مهمه ځانګړنه ده چې عالي شاعرانه ظرافت او ذهني بیدارۍ ته اړتیا لري ، د شمسزی صیب په شاعرۍ کې دغه ځانګړنه تر ډیره بریده جوته ده ، د نمونې په توګه په یو ځای وايي:
مه ځه بیرته ورکه به د شګو په توپان کې شې
ډیره مو وهلې د ژوند لاره ، وروسته وګوره
تلازم او تداعي – یا د تداعي شبکه دهندي سبک د شاعرۍ ځانګړنه ده ، چې شمسزی صیب ترې په اکثرونو ځایونو کې کاراخستلی دی ، مثلا که د دار ذکر کیږي ، نو منصور به ورسره یادیږي ، که د یوسف ذکر کیږی ، کنعان ، کوهي ، مصر ، زلیخا ، مصر یعقوب به دې ذهن ته راځي . شمسزی صیب هم له تداعۍ کار اخستلی او له ساحل سره یې د څپې د ذکر په مرسته یو شاعرانه انځور رارسولی دی .
شمسزیه ته چې دا ساحل ساحل خویونه لرې
څپه ، څپه ښکلي به ډیر وي نا قرار درپسې
شاعر د ټولنې غړی دی ، ټولنیز ارزښتونه او کلتوري انګیرنې یې په لاشعور کې پټې نغښتې وي ، او چې کله شاعر خپل کیفیت او احساس بیانوي نو عقیده او کلتور پکې راڅرګنديږي . دوعا یو دیني ارزښت دی او له خپلو خپلوانو او دوستانو څخه د مسافر د دوعا هیله هم دیني ارزښت دی او هم کلتوري ارزښت . داچې شاعر له وطنه لری دی ، نو په ډيره غزلونو او نظمونو کې یې همدغه د دوعا غوښتنه ډيره لیدل کیږي . په یو ځای کې وايی:
محبوبې ګوره دوعاګانو کې دې هیر نه شمه
چیرته روان یمه او لوی سمندر لاره کې دی
ددې ترڅنګ د چا نظره کیدل زمونږ کلتوري انګیرنه ده ، البته دین هم په دې قایل دی چې خلک د نظره کیږي ، خو دین یې علاج دا ښايي چې باید بنیادم د نظر د مخنیوي په خاطر ځان دم کړي ، خو ټولنیزه وقایه یې بیا داده چې د حسینو د نظره کیدو د مخنیوي په خاطر پرې د رنجو تور داغ ولګوي. شمسزي صیب دغه کلتوري کړنه پراخه کړې ده او د خلکو له خوا لګول شوی تور یې د نظر د مخینوي وقایه بللی ده: ځکه خو وايي :
دا کله کله په لمن باندې تور داغ هم ښه وي
ډیرو وږ سترګو غوړولی نظر لاره کې دی
وايي چې داسې ونه نشته چې باد نه وي ښورولی ، ددې محاورې هدف دادی چې د هرچا ژوند له حادثو سره مخ دی ، او داسې څوک نشته چې په ژوند کې د زمانې له حوادثو سره مخ نه وي . او همدغه حوادث دي چې یا خو د پرمختګ باعث ګرځي ، یا د په شاتګ ، ځینې حادثې ډیرې ښکلې وي او ځینې یې بیا ملا ماتوونکې وي – له دې امله زمونږ شاعر حادثه له توپان او زړه له ګلستان سره مشابه کوي – ځکه تر توپان وروسته د ګلستان حالت له چا پټ نه دی . حادثې په ارام سمندر کې له غرونو سره تشبیه کوي او خپل حالت بیانوي :
شمزیه ، کومه حادثه مې په زړه تیره نه شوه
کوم یو توپان و چې په دغه ګلستان رانغی
ـــــــــــــــــــ
شمسزیه هسې به ارام د سمندر غوندې یم
زړه کې دننه غرونه غرونه حادثې لرمه
تشبیه او استعاره د کیفیتونو او حالتونو او یه په بل عبارت په بیان کې د تجسم غوره وسیلې دي . د شمسزی شاعري له دغه شاعرانه توکو څخه ډکه ده ، خو کمال یې بیا دادی چې ددې په ځای ځان له څه سره تشبیه کړي ، هڅه یې کړې چې ځان مشبه به وګرځوي او بل څه مشبه کړي چې دا بیا بیا بیخي لوړ تخیل ته اړتیا لري . لکه چې وايي :
اوس طبیعت زما د زړه او وطن یو ډول دی
چې لیونۍ چیغې مې و خیژي باران راشی
او په یو بل ځای کې د کړاو په منځ کې خپل خندان ژوند په داسې توګه بیانوي :
شمزیه ، ساه تیرو ازغو کې اخلی
د ګلاب هم ګذران زما غوندې دی
او دهمدغه د نویو او خپل چاپیریال څخه د اخستل شویو تشبیهاتو سمه کاریدنه ده چې د حسن او مینې کیفیتونه یې په خواږه انداز بیان کړي دي ، لکه چې وايي :
تاوه یې لیمو کې شــــوه ، د مینې د لمبې رڼا
ته وا په ځنګله کې شوه ښکاره د میکدې رڼا
ــــــــــــــــــ
عشق دی تراوسه زما زړه کې سلامت پاتی دی
کان دغمیو په سپین غره کې سلامت پاتی دی
د سمبولونو کاریدا ، په شاعرۍ کې د بیان بل مهم توکی دی ، چې شمسزی صیب ترې کار اخستلی دی ،شمه او ډیوه په شاعرۍ کې دقربانۍ ، رڼايۍ او حسن سمبولونه دی ، ځکه خپله سوځي او نورو ته رڼا ورکوي ، شمسزی صیب هم د خپل هدف د رسولو په خاطر له دغه سمبولو نو کار اخستلی دی . خو د دغه سمبول په کارونه کې یې خپل ابتکار هم کړی. او د یوې نوې تشبیه په زور یې د ټولنې د رڼايي او د نړۍ د ازاداۍ لپاره د افغان په ځانګړي توګه د پښتون ولس د مبارزې نتیجه یې په دې ټکو بیان کړې ده :
ګوره بلا خلک مې د تورتم له زړه را وویستل
خپل لکه تیل هسې ډیوه کې را ایساریمه
د شاعرانو ضمیرونه روښان وي او د روښانه ضمیر غوښتنه د حقیقي مالک پیژندنه غواړي ، خو حقیقي مالک ته در سیدو لپاره خلک بیلابیلې لارې کاروي . شمسزی صیب دغه هدف ته د رسیدو لپاره د ځان پیژندنه مهمه بولي : ځکه خو وايي :
خلکه رڼا د معرفت خپل زړه کې ولټوئ
هسې نه بیا به کوه طور کې ګرځئ ستړي پسې
او داچې مونږ له تیرو څلویښتو کلونو په ناورین کې اوسو ، نو له دې امله جنګ او له جنګ راپاتې حالت د پښتو معاصرې شاعرۍ مهمه موضوع ده . د وطن د کړاو ، او د هیوادوالو درد او زغم او د جګړې ترشا د عواملو یادونه د شمسزی د شاعرۍ مهمه او غوښنه موضوع ده چې ډیرې شاعري یې همدې موضوع نیولی ده . خو شمسزی صیب د غه پیښې د یو خبریال په توګه نه بلکې د یو عاطفي شاعر په توګه بیان کړي دي . لاندې یې یو څو نمونې لولو :
ما به ترکومه د جنت دحورو حسن وژني
وخته ترکومه به په ما دغه محشر روان وي
ـــــــــــــــ
لارې خاموشې دي ، اغزنې دي ، کاروان رانغی
د دښتو زړه چوي ، له خپګانه خو باران رانغی
ـــــــــــــــــ
انځور د شنو پاڼو هم رنګ رانه د وینې واخیست
د کوم زوی مړي تلویزیون ، تازه خبر رایاد شو
ښار کې په ډزو پسې ، غږ د تودو وینو راغی
مورې دوعا دې اورم ، ترپ دی د ټټر رایاد شو
ـــــــــــــــــــــــ
څه د نقاب پوشو په پنجه کې را ایسار یمه
تکه توره شپه ده ، توره شپه کې را ایسار یمه
ـــــــــــــــــــــــ
ماشومان مې د جګړې خبریالان شول
هر ماښآم وايي دوه درې کورونه وران دي
ددې ترڅنګ چې شاعر د هیواد بد حالت بیانوي ، نو د دغه حالت ځینې عواملو ته هم اشاره کوي ، د دغه ناخوالو یو علت پرله پسې هغه انقلابونه او نظامونه دي چې شعار یې د رڼا راوستلو وي ، خو په حقیقت کې د خلکو د وینو د توییدلو سبب شوي دي. د نمونې په توګه راغلې ډیموکراسي په دې نوم حاکمه شوې وه چې په هیواد کې سوکالي راشي ، خو په حقیقت کې دغه ډیموکراسۍ له خلکو لوړه بیه واخستله . شمسزی صیب په دې اړه وايي :
تېل چې یې زمونږ د کلیوالو خلکو اوښکې وي
کله مونږه غوښتې وه ، ددغسې ډیوې رڼا
خو داچې په بد حالت کې ژوند کوي او هره شیبه مو وینې توییږي ، نو د ټولو افغانانو یواځیني ارمان سوله ده . چې دغه ارمان بیا شمسزی صیب په دې ډول بیانوي :
سپینې کوترې ، له سپرلیو سره هم رانغلې
سترګې مې تتې شوې ، له ډیره انتظاره ښار کې
داچې شاعر او هنر مند د ټولنې سترګې دي ، نو په شاعرۍ کې هغه ناخوالو ته هم ګوته نیسي چې ټولنې ترې رنځیږي او یا یې له امله ټولنه وروسته پاتې کیږي . یو له د غه مسایلو څخه د نړۍ له کاروان څخه د پښتنو شاته پاتې کیدل دي .پښتانه ، ټول عمر د ژوند له کاروان شاته پاتی دی ، او دده په شاتګ یو لوی عامل د دوی بې سوادي ده ، بل داچې ځانونه مسلمانان ګڼي خو د اسلام له اصلي روح سره ناشنا دي ، د هغه قران په تفسیر نه پوهیږي چې ټولنه کشف ، فکر ، ابتکار او پرمختګ ته هڅوي ، په دې اړه شمسزی صیب وايي :
زه لکه د خدای کتاب رښتینی تفسیر نه شومه
بس د یو پښتون جومات تاخچه کې را ایسار یمه
مانه به زما د پرمختګ پوښتنه نه کوې
زه مې لا د ځمکې په کره کې را ایسار یمه
ددې ترڅنګ شمسزي ځینې ټولنیزې بدې ناخوالې هم راخستلې دي ، چې یو له دغه ناخوالو د خلکو د منافقت او بد ګویې عادت ، په دې اړه وايي :
اوس چې د چا د تقدس په لمن خاورې شیندي
څومره سجدې ، خدازده هم دغه خلکو کړي پسې
د شمسزي صیب په دریمه ټولګه ( ژوند چې شین شي له خندانه ) ډيرې خبرې کیدای شي ، خو داچې وخت د اختصار غوښتنه کړي نو خپله لیکنه د شاعرې په دې بیت پای ته رسووم چې وايي :
په لیونو بنګو به واوړې ، لیونۍ به دې کړي
تنکۍ غوټۍ یې ، داسې مه ګرځه خماره ښار کې