تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون ګڼو کسانو د طالبانو او امریکا تر منځ له لاسلیک شوي تړون هرکلی کړی.
حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو او امریکا تړون د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې سترګام بللی او تر څنګ یې ټینګار کړی، چې د سولې هر ډول هڅې باید د افغانانو په لاس ترسره شي.
د کرزي په قول، د سولې هڅې باید هیواد ته ثبات راوړي او افغانستان د نورو هیوادونو د سیالۍ میدان ونه ګرځوي.
د نوموړي تر څنګ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د شوي تړون له لاسلیک هرکلی کړی او هیله یې کړې، چې په دې سره به د لسیزو جنګ پای ته ورسېږي او افغانستان به د ثبات څښتن شي.
عمران خان ددې ترڅنګ ټینګار کړی، چې د جګړې ښکېل لوري باید د هغو عناصرو مخه ډب کړي، چې سولې ته خنډونه جوړ وي.
بل لور ته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بیا د سولې د توافقنامې د هرکلي تر څنګ په دواړو لورو غږ کړی، څو کړو ژمنو ته وفادار پاتې شي.
یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ تړون تېره شپه د قطرپه پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.
د شوي تړون له مخې، به ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه له افغانستان څخه وځي او د لسو ورځو دننه به د پنځه زره طالب او ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو د خلاصون تر څنګ بین الافغاني مذاکرات هم پیل کېږي.