تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په قطر کې د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته ویلي، دی به په نږدې راتلونکې کې له طالب سیاسي مشرانو سره وویني.

ټرمپ، چې نن یې په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل، امریکایان په افغانستان کې د ترهګرو په وژنه کې بریالۍ وه؛ خو اوس نور ددې وخت دی، چې خپل سرتیري کور ته راولي: ((دا بیخي اوږد او د ټولو لپاره ستړی کوونکی سفر وو، پنځه زره امریکایي عسکر به له افغانستان څخه راووځي.))

نوموړي زیاته کړه، طالبانو له ډېرې مودې راهیسې طالبانو هڅه کوله، له امریکا سره موافقې ته ورسېږي، نو له دې امله چې ټول له جګړې ستړي وو او موافقه په ګټه وه، امریکا هم توافق وکړ.

د ټرمپ په قول، په افغانستان کې یې زرګونه ترهګر وژلي؛ خو اوس دا د طالبانو او نورو نږدې هیوادونو دنده ده، چې دې کار ته دوام ورکړي.

نوموړي که څه هم ځای او وخت مشخص نکړ؛ خو ویې ویل، چې په نږدې راتلونکې کې له طالب مشرانو سره ویني.

د ټرمپ په خبره، دی په دې باوري، دی چې طالبان به یو څه وکړي او وخت به ضایع نکړي؛ خو په وینا یې که څه بد پېښ شي، امریکا به یو ځل بیا په داسې شدت برید وکړي، چې وړاندې تر دې به خلګ نه وي ورسره مخامخ شوي.

یاده دې وي، چې ټرمپ داسې مهال له طالب مشرانو سره لیدنې ته په تمه دی، چې تېره شپه یې استازو په دوحه کې له طالبانو سره د سولې توافقنامه لاسلیک کړه.

ددې توافقنامې له مخې، به ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه په څوارلس میاشتو کې دننه وځي او  د لسو ورځو دننه به د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون تر څنګ بین الافغاني مذاکرات هم پیلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *