سوله ژوند دی او سوله د ارامۍ نوم دی. که غواړو ارام ژوند ولرو او د خلکو ژوند ته هم هوساینه ورکړو، باید سوله ييز ژوند زده کړو څو ارام ژوند ولرو، خو زده کړه څنګه وکړو؟ زده کړه له کتاب کېږي او ډېری افغانان کتاب نلري، که يې لري هم د ښارونو او د ولايتونو د مرکزونو کسان به یې ولری، د کلي عامه کتابتون همداسې محرومو کلیوالو ته کتاب رسوي.
د کلی عامه کتابتون له لوري د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د کب میاشتې په نهمه نېټه د خوست ولایت مرکز په دوولس سوه فاميلیو د ازادۍ مېنې د نجونو په عالي ليسه کې د کلي عامه کتابتون خوځښت له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې سوله عامه کتابتون په داسې حال کې پرانيستل شو چې په همدې ورځ په قطر هېواد کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسليک شو.
دغه پرانيست غونډه چې د خوست ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو، د ولایت مقام د دفتر ريیس، د پوهنې ریاست د څارنې امر، د رسنیو کارکوونکو او د یاد ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو پکې برخه اخیستې وه، د قران عظیم الشان په مبارک تلاوت سره پیل شوه. له قرائت وروسته د کلي عامه کتابتون بنسټ اېښودونکي مجیب الرحمن محمودي د یاد خوځښت په اړه مالومات شریک کړل محمودی زياته کړه:
«دغه خوځښت تر هېچا، ګوند او ټولنې پورې تړلی نه دی او نه هم غواړي چې څوک يې په بله موخه وکاروي، د دې خوځښت موخه یوازې او یوازې په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود ژوندي ساتل، خلکو ته د کتاب لوستنې اسانتیا برابرول، د عامه پوهاوي لوړول او په ټولنه کې فکري مثبت بدلون راوستل دي.»
محمودي همداراز له ګډون کوونکو سره د سولې عامه کتابتون اړوند د کتاب د مطالعې اصول او قوانین شریک کړل او له ټولو مرسته کوونکو يې مننه وکړه چې له شپږو کلونو را هیسې یې له دوی سره د کتابونو په را ټولولو کې ونډه اخیستې ده.
وروسته د خوست ولایت مقام د دفتر رييس ښاغلي مطیع الله احمدزي د کلي عامه کتابتون ډلې ته ډاډ ورکړ چې دوی به تر خپله وسه د کتابتونونو څارنه او ساتنه کوي، اسانتياوې به ورته برابروي او د کتاب ټولونې په برخه کې به یې په کمپاين کې برخه اخلي.
په ياده غونډه کې د معارف د نظارت مسول ښاغلي حميدي وويل، پوهنې ریاست تر خپلې وسې هڅه کوي چې د کتابتونونو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي. کتابتونونو ته به المارۍ جوړوي، د کتابتون اړوند مامور ته به د پوهنې وزارت په چوکاټ کې حق الزحمه ورکوي او کتابتون ته به کتابونه ټولوي.
ورپسې د کلي عامه کتابتون غړي شفیع الله مشفق د سولې عامه کتابتون تګلاره ولوسته دا چې د کلي عامه کتابتون کوم شرایط او کوم اصول لري، لوستونکو ته کتابونه څه ډول ورکوي. د کلي عامه کتابتون د سولې عامه کتابتون په شپږ سوه ټوکه کتابونو سره پيل کړ، له کتابتون سره يې ژمنه وکړه، که په راتلونکي کې د ياد کتابتون ارزونه بریالی وبلل شوه، نور کتابونه به هم ورکوي.
غونډه د دعايې په ويلو سره پای ته ورسېده.