کله چې لومړنیو انسانانو ژبه اختراع کړه، مانا خبرې یې پیل کړې، له روزمره خبرو هاخوا مجبور و خپل تخیل او عاطفه په الفاظو کې وړاندې کړي، نو یې د ژبې ظرافت ته لاس واچاوه او په دې توګه په ژبه کې شعریت وده وکړه، سؤتفاهم ونشي، له ژبې مراد د تفکر او ژبې ګډ مفهوم دی.
ښکنځل چې د ژبې آفت هم باله شي، هغه وخت یې اړتیا زیاته شوه، چې انسان د قهر او غوسې له وجې له بل انسان سره یوازې فزیکي برخورد کاوه، که به د یو انسان له بل انسان سره شخړه شوه، ټق څپېړه به یې ورنه تېره کړه، څو لغتې به یې وواهه، قهر به یې سوړ شو، یا به یې شدیده جګړه وکړه او ستونزه به حل شوه. دې حالت انسان ځوراوه، تل فزیکي برخورد ناممکن و، اړتیا وه، چې انسان بل انسان ته یوازې اروایي زجر ورکړي، له فزیکي برخورد به په امن شي، نو د یو ستر ضرورت په توګه ښکنځل ژبې ته راننوتل.
که څه هم په مختلفي دینو متنونو کې ښکنځل غندل شوي دي، د اخلاقي فلسفې له مخې د ژبې آفت هم بلل شوی دی، د یو واقعیت په توګه انسانانو منلې، چې ښکنځل ژبې ته تاوان لري او د انسان پر شخصیت خورا بد اغېز کوي؛ خو د دې ترڅنګ ښکنځل ګټه هم لري او لرلې یې ده.
کلونه وړاندې چې ټالېب د ملا او عالم په توګه پر ټولنه حاکم و، ښکنځل ورته کول د کفر تر کچې رسېدلي ول.
د وخت په تېردو چې دیني متون په معاصره بڼه تشریح شول، لوستي خلک پر دین او د دین پر روح پوه شول، د روحاني طبقې راج ورو ورو له زوال سره مخ شو، نو پر ملا او ټالېب ریشخند او پسخند د کفر له درجې حرام عمل ته راښکته شو.
د تالېب له دویمې جګړې سره د ریښتیني مجاهد دروغجن مقام ترلاسه کړ، له دې سره د تالیب ښکنځل د مجاهد توهین تلقي شو، د مجاهد توهین د مقدساتو توهین وبلل شو، د مقدساتو توهین کوونکي سرسخت مجازات شول، داسې پېښې هم ثبت شوې دي، چې تالېب ته پر ښکنځلو خلک د مرګ تر کومي رسېدلي، له کورونو فراري شوي، حتی وژل شوي.
د یاسر غوندې ملایانو به وعظونه کول، په هر کور کې به په موبایل او امپېترۍ کې چالان وو، تالب بېرته مجاهد او د خدای د لارې سپاهي معرفي شو، د یاسر په وینا، یوې زړې ښځې چې ویلي ول د تالېب پل دې خدای ورک کړي، په دې خبره جنت ته تګ پرې حرام دی او ایمان یې په شک کې دی، ورته مسلو خلک ور خطا کړي ول او تالېب ته ښکنځل بیا د کفر کچې ته وختل.
د لږ وخت په تېرېدو یو په یو هرڅه بدل شول، یو ډله پښتانه ځوانان او د قلم خاوندان میدان ته راووتل په جرأت یې پر ملا او تالب شدید انتقاد وکړ، تالېب یې وښکانځه، ویې راټه او د خره تر کونه یې راوغورځاوه، د تالب حیثیت یې عامه خلکو ته ورپه ګوته کړ. خلک پوه شول، چې تالېب ته ښکنځل کفر نه دی، که کفر وي؛ نو ۹۰ فیصده خلک چې تالېب ښکنځي ټول ولاکه کافر وي. یو په یو تالب لاړ، په عامه ذهنیت کې پر یو ومنفور مخلوق بدل شو، هذهنیت بدل شو، جهاد مهاد لاړ.
دا چې اوس د سولې کیسه ګرمه شوه، تالېب هم خپل مکمل حیثیت بای کړ اوس نو تالېب رټنه عادي خبره ده، پخوا که چا د تالېبانو مشر د دوی په اصطلاح د ټولې نړۍ د مومنانو امیرالمومنین ښکنځلی وی نو یاد کس کافر بلل کېده، اوس خلک په اسانۍ کولی شي تالب وښکنځي او تالب ورټي.
دا چې خلک به د تالب له وحشتونو انتقام اخلي واضح خبره ده، چې تر حکمتیار به یې حثیت راټیټ او پر بد حال وي، کله ورک شي یوازې په تاریخ کې به د شرم وړ مخلوق په توګه ثبت شي. د سوشل مېډیا یو ښه تاثیر دا دی، چې کاذب جهادي شخصیتونه ولس ته وروپېژندل شول، دا یو واضح حقیقت دی، چې اوسنی ټالېب د یو پروسس په نتیجه کې د پخواني مجاهد له برخلک سره مخېدونکی دی.
ښکنځل هغه وخت ارزښت پیدا کوي، چې د مقابل لوري په اړه د ټولنې عمومي ذهنیت آماده وي، د مثال په توګه د تالېب په اړه ورته ښکنځل چې تالب خرتوب کوي، تالېب د پاکیستان غلام دی، تالېب وحشي دی، قاتل دی، تالېب سپږن دی، له عصري نړۍ ناآګاه او لرې پاته بې هویته مخلوق او د موروپلار عاق شوې طایفه ده، صدق کوي، ځکه خو ستر اغېز ښندي.
د پایلې په توګه باید ووایو، چې د ارزښتونو او برداشتونو ترمنځ ولس باید متفاوت لیدلوري ولري، تالب یا ملا دین نه دی، نه دیني ارزښت دی، چې په مدا ښکنځلو به یې یو څوک له دین وځي.
ښه لیکنه ده
زموږ غوندی ټولنو کی کنځاوی او د کنځاوو ترکیب ډېر ډولونه او بڼی او مضامین لری چی د هر قشر یا هر فرد د شخصیتی جوړښت او اجتماعی مؤقعیت سره مستقیمه رابطه لری
د اویا کلنی شاه ببو ( مثلاً )کنځاوی یو ترکیب لری او د چوڼۍ د ګاډی وان چی د لجوج آس او لجوج سواری سره ئی سر و کار دی، کنځاوی بل ترکیب لری
ضمناً د کنځاوو د ضرورت فضاء هم د کنځاوو په څرنګوالی کی مهم رول لوبوی
په هرحال
هغه کنځاوی چی حتی یو مجرم او ظاهراً د کنځاوو وړ کس ئې هم د اورېدو زغم نلری هغه رکیکی کنځاوی دی
کومی چی د عفت او عمومی حیاء خلاف دی
دا ډول کنځاوی پر مذهبی او اخلاقی تحریم سربېره د ماشومانو پر روحیه او سالمی تربئې هم بدی اغیزی شیندلای سی،ځکه نو د اخلاقو او دین استادانو د رکیکو کنځاوو د کارولو سخته غندنه کړېده
کوم چا خپل زوی ته د مور په مخ کی په قهرآمیزه لهجه وویل
د خری بچیه
میرمن ئې غبرګون وښود او مېړه ته ئې وویل چی
ولی د خره زوی نه ور ته وائی؟
میړه ئی د ژبی چالاکی وکړه او ور ته ئی وویل
آیا ته راضی ئی چی خر دی میړه وی؟
خو زه ستا پخاطر راضی یم چی میرمن می خره وی
نو داسی کیسی دی
کوم استاد لیکی چی
رکیکی او ځوروونکی کنځاوی د هغه توپک فیر ته ورته دی کوم چی په دوو جهتونو کی د دوو خولو درلوونکی وی
یعنی که فیر وسی نو یوه مرمی د دوست یا دښمن یا ښکار پر سِنه موښلی او بله مرمی مستقیماًد فیر کوونکی پر خپله سِنه موښلی
نتیجتاًً
د بیځایه فیر او رکیکو کنځاوو ثمر به فقط پښیمانی او ندامت وی