ليکنه او ژباړه: ثناءالله سليم

تر ۱۶۶۵ميلادي  کال مخکې له چا سره کومه مفکوره نه وه چې يو انسان يا حيوان دې بل ته وینه ورکړي. خو په ۱۶۶۵ميلادي کال ريچارد لوير په نوم يو عالم دا کار ترسره کړ او د يو سپي وينه يې بل سپي ته ورکړه .

له همدې تجربې دوه کاله وروسته په ۱۶۶۷ ميلادي کال کې جان باپتيست دنس د يوحيوان  وينه ۱۵ کلن هلک ته ورکړه خو دا تجربه یې هم ناکامه شوه  او کومه نتيجه یې ورنه کړه.

په ۱۸۱۸ ميلادي کال د لومړي ځل لپاره جيمس بلنديل د يو انسان وينه بل انسان ته ورکړه چې وينه ورکوونکی د هغه ښځې خاوند و چې وينه  ورته ورکړل شوه، خو د وينې د ځانګړو سيستمونو څخه کوم کشف شوی نه و.

۱۹۰۰ ميلادي کال کارل لين ستينر په واسطه د ABO سيستم کشف شو، له ده وروسته د ده يو شاکرد په ۱۹۰۲ ميلادي کال  AB ګروپ کشف کړه.

وروسته د وينې دانتي جنونو په پېژندنه کې بېسارې پرمختګ وشو او د  سرو حجرات لاندې مهم انتي جنونو کشف شول.

Rh (C, c, D, E, e,
Kell (K, k, …)
Kidd (Jka, Jkb, …)
Duffy (Fya, Fyb, …)
MNSs, …
Lewis (Lea, Leb).

په ۱۹۱۴ ميلادي کال کې د لومړي ځل لپاره دانتي کواګولانتو څخه استفاده وشوه چې دانتي کواګولانتو بڼه ستريت وه.

په ۱۹۳۹ ميلاندي کال او ۱۹۴۰ ميلادي کال کې  RH فکتور کشف شو Rh فکتور د لووين ، وينر او د هغه د همکارانو په واسطه په مشترک ډول رامنځته شو.

او په همدې کال ایدون کوهن په نوم يو عالم د وينې د حجراتو څخه پلازما بيله کړه او په دوهم نړيوال جنګ کې ترې استفاده وشوه.

په دوهمه نړيواله جګړه کې وينې په کلينيکونو کې جمع کېدلې او پلازما به ترې جلا کېدله دغه پلازما به یې وچوله او بيا یې يو خورد په ۴۰۰ سي سي مقطرو اوبو کې اچوله او په درې دقيقو کې به یې اماده کوله او د څلورو ساعتونو په جريان کې به یې ناروع ته ورکوله.

په ۱۹۵۳ميلادي کال کې د کارل ولټر او دبليو.پي.مورفي له لورې د وينې لپاره پلاستيکي کڅوړې جوړې شوې او سنتر فيوژ هم جوړ شو د سنتر فيوژ د جوړولو سره د وينې د اجزاوو د بېلولو ستونزه هم تر يوڅه حده حل شوه.

اوس د وينې په ترانسفيوژن کې د پام وړ پرمختګ شوی په ورځ کې  ډېرې زياتې مصؤن وينې ناروغانو ته د هر ډول ستونزو او مشکلاتو پرته ورکول کېږي چې هيڅ ډول طبي ستونزې نه پيدا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *